چین په عامه ځایونو کې پر سیګرېټو څکولو بندیز ولګاوه

Image caption په چین کې د سیګرېټ څکوونکو شمېر له ۳۰۰ میلیون اوړي، خو دا مهال میلیونونه چینایان د سیګرېټو څکولو له کبله له بېلابېلو ناروغیو سره مخامخ دي.

د چین پلازمېنې په ګډون په عامه ځایونو لکه خوړنځایونو، ښوونځیو، پارکونو او بسونو کې پر سیګرېټو څکولو بندیز لګوږل شوی دی.

دغه بندیز به سر د شنبې له ورځې (جون لومړۍ) څخه عملي کېدونکی وي.

وړاندې چین په عامه ځایونو کې پر سیګرېټو بندیز نه و لګولی، خو اوس د سیګرېټو ضد ټولنو د حکومت ددغه ګام هرکلی کړی دی.

په عامه ځایونو کې د سیګرېټو د ممنوعیت په اړه چین ویلي، که چا سرغړونه وکړه، ۲۰۰ یوانه (چې ۳۲ امریکايي ډالر کېږي) جریمه کېږي.

په دې بندیز کې ښوونځیو او روغتونونو ته په څېرمه ځایونو کې هم سیګرېټ څکول منع شوي دي.

چین وړاندې هم په عامه ځایونو کې پر سیګرېټ څکوونکو ۱۰ یوانه جریمه اېښې وه.

خو نوی قانون وايي، که یوڅوک درې ځلې دغه قانون مات کړي، نو انځور به یې د حکومت پر یوه رسمي وېبپاڼه خپور شي.

خو پر شرکتونو ددغه بندیز د سرغړاوي سزا ۱۰ زره یوانه اېښودل شوې ده.

چین وايي، له ښوونځیو او د خرڅلاو له ځایونو باید لږترلږه ۱۰۰ لیرې سیګرېټ خرڅ کړای شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نړۍ په کچه په چین کې ډېر سیګرېټ څکول کېږي، چې په دې هېواد کې یې د روغتیا په برخه کې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
د انځور حقوق Getty
Image caption نوی قانون وايي، که یوڅوک درې ځلې دغه قانون مات کړي، نو انځور به یې د حکومت پر یوه رسمي وېبپاڼه خپور شي.

د نړۍ په کچه په چین کې ډېر سیګرېټ څکول کېږي، چې په دې هېواد کې یې د روغتیا په برخه کې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

په چین کې د سیګرېټ څکوونکو شمېر له ۳۰۰ میلیون اوړي، خو دا مهال میلیونونه چینایان د سیګرېټو څکولو له کبله له بېلابېلو ناروغیو سره مخامخ دي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AP