پیټرایس: 'اسلامي دولت' یوازې له پوځي لارې نه شي ماتېدی

د انځور حقوق
Image caption کارتر له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، د داعش ځپل یوازې د عراقي ځواکونو پر هڅو پورې اړه لري.

د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر وايي، هېواد یې د عراق د بیا نیواک هوډ نه لري او نه هم هلته د "اسلامي دولت" (داعش) د جګړې په چوکاټ کې په پراخه کچه د خپلو ځواکونو د استولو پلان لري.

کارتر له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، د داعش ځپل یوازې د عراقي ځواکونو پر هڅو پورې اړه لري.

بې ځایه شوي

بل خوا، د بشري حقونو فعالانو پر عراقي چارواکو نیوکه کړې، چې ولې یې له انبار ولایت نه خوندي سیمو ته د جګړې له کبله د زرګونو بې ځایه شویو کډوالو د تګ مخه نیولې ده.

دوی وايي، عراقي حکومت د هغو سني مسلمانانو پروړاندې د مېرې چلند کوي، چې د "اسلامي دولت" د جګړې له کبله بې ځایه شوي

همداشان، بغداد ته د تلونکو کډوالو لویې لارې هم تړل شوې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بغداد ته د تلونکو کډوالو لویې لارې هم تړل شوې دي.

پر همدې مهال د عراق د پارلمان مشر سلیم الجبوري د حکومت پر هغو هڅو نیوکه کړې ده، چې ګني د "اسلامي دولت" له منګولو د سني مېشتو سیمو بېرته نیولو لپاره هڅې کوي.

الجبوري وايي، د یوې سیاسي هوکړې له مخې باید دغه سیمې له داعش بېرته ونیول شي.

الجبوري زیاتوي، د الانبار د هغو سیمو بېرته نیولو لپاره ورو عملیات روان دي، چې دا مهال د داعش په لاس کې دي.

د عراقي پارلمان مشر له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، ددغو عملیاتو مشري باید پوځ وکړي، نه کوم بل ولسي ځواک.

دی وايي، د ولسي ځواک ۱۲۴ زره جنګیالي تر ډېره له شیعه ډلو ټاکل شوي، او یوازې ۱۴ زره پکې سني عناصر دي.

سلیم الجبوري زیاتوي، دغه ځواکونه د عربو سني مېشتې سیمې بېرته ونه شوای نیولی، همدا ده چې سني عربان د خپلو سیمو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

پیټرایس

بل خوا، په عراق کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان ډیویډ پيټرایس ویلي، په عراق د "اسلامي دولت" له منځه وړل یوازې له پوځي لارې ممکن نه دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پیټرایس "اسلامي دولت" ډله یو "سرسخته دښمنی" بللی، چې وايي یوازې له پوځي لارې یې ماتول ممکن نه دي.

نوموړي بي بي سي ته ویلي، واشنګټن باید له عراقي حکومت سره خپلې پوځي او سیاسي همکارۍ غښتلې کړي.

نوموړی وايي، امریکا باید عراقي ځواکونه ته پوځي امریکايي سلاکاران واستوي.

پیټرایس "اسلامي دولت" ډله یو "سرسخته دښمنی" بللی، چې وايي یوازې له پوځي لارې یې ماتول ممکن نه دي.