د فيفا پخواني چارواکي په بډو اخيستو اعتراف کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption فساد کې د ښکېلو ۱۴ کسانو له ډلې اووه يې د فيفا غړي دي چې په زوريخ کې نيول شوي او دوه يې د فوټبال د نړیوال فدراسيون مرستيالان دي

د فوټبال نړیوالې ادارې فيفا يوه پخواني چارواکي چاک بلېزر اعتراف کړی چې ده او د اجراييه کمېټې نورو غړو جنوبي افريقا ته د ۲۰۱۰ نړیوال جام د کوربتوب ورکولو لپاره په بډو اخيستو موافقه کړې وه.

امريکا د فيفا د فساد په تړاو يوه لويه دوسيه پرانستې او همدا دوسيه د دې لامل شوه، چې د دغې ادارې مشر سپ بلاټر استعفا وکړي.

سپ بلاټر له هغه يوازې د ګوتو په شمېر ورځې وروسته استعفا وکړه چې د پنځم ځل لپاره د فيفا د مشر په توګه غوره شو.

امريکايي څارنوالانو تېره اوونۍ ۱۴ کسان په بډو اخيستو او پيسو وينځلو تورن کړل.

تر دې وړاندې د ښاغلي بلېزر په ګډون څلور کسه په دې تړاو تورن شوي وو.

د امريکا د عدليې وزارت ادعا کوي دغو کسانو په تېرو ۲۴ کلونو کې په ټوليز ډول ۱۵۰ ميليونه ډالره بډې اخيستې دي.

د ښکېلو ۱۴ کسانو له ډلې اووه يې د فيفا غړي دي چې په زوريخ کې نيول شوي او دوه يې د فوټبال د نړیوال فدراسيون مرستيالان دي.

څارنوالانو د ۲۰۱۳ کال د محکمې د پلټنو جزييات تېره ورځ (چارشنبه، جون ۳) خپاره کړل چې د ښاغلي بلېزر اعتراف يې يوه برخه ده.

دغه اعتراف د ښاغلي بلېزر او څارنوالانو ترمنځ د سزا د کچې پر سر د جوړجاړي له موافقې وروسته شوی دی.

ښاغلی بلېزر له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۱ کال پورې په فيفا کې د مرکزي او شمالي امريکا او کارابیين حوزې د برخې دويم لوړپوړی چارواکی و او له ۱۹۹۷ تر ۲۰۱۳ کال پورې يې د فيفا د اجراييه کمېټې غړیتوب هم درلود.

د شواهدو پر بنسټ ښاغلي بلېزر په محکمه کې ويلي: ''له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۱ کال پورې ما او د اجراييه کمېټې نورو غړو د ۲۰۱۰ نړیوال جام لوبو کوربتوب ته د جنوبي افريقا غوره کولو لپاره د بډو په اخيستو موافقه کړې وه''.

د انځور حقوق AFP
Image caption سپ بلاټر له هغه يوازې د ګوتو په شمېر ورځې وروسته استعفا وکړه چې د پنځم ځل لپاره د فيفا د مشر په توګه غوره شو

خو تېره ورځ (چارشنبه، جون ۳) جنوبي افريقا د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام کوربتوب ترلاسه کولو لپاره د ۱۰ ميليونه ډالرو ورکړه رد کړه.

ويل کېږي چې چاک بلېزر په پټه د خپلو همکارانو د غږ ثبتول هم منلي چې ده مايکروفون ورته په کلي بند کې ځای پر ځای کړی و.

ښاغلی بلېزر چې په سرطان ناروغۍ اخته دی وضعيت يې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

له دې دوسيې پرته سويسي چارواکي هم په دې اړه پلټنې کوي چې څنګه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کال نړیوال جامونه روسيې او قطر ته ورکړای شوي دي.

ورته مطالب