د عراق پخوانی وزیر په زندان کې مړ شو

Image caption ښاغلی عزیز چې ۷۹ کلن و څو کاله د عراق د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او وروسته بیا د بهرنیو چارو د وزیر دنده ترسره کړې.

یوې رسمي سرچینې ویلي چې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د حکومت پر مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر طارق عزیز د عراق په یوه زندان کې مړ شوی.

ښاغلی عزیز چې ۷۹ کلن و څو کاله د عراق د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او وروسته بیا د بهرنیو چارو د وزیر دنده ترسره کړې.

نوموړی د عراق پخواني مشر صدام حسین له نژدې سلاکارانو و.

د عراق سترې محکمې په ۲۰۱۰م کال کې نوموړی د مرګ په سزا محکوم کړی و.

پر نوموړي تور و چې د صدام حسین د حکومت پر وخت یې مذهبي لږکي ربړولي و.

که څه هم دی د مرګ په سزا محکوم و خو هېڅکله اعدام نه شو.

نوموړي په ۲۰۰۳م کال کې د عراق حکومت له پرځېدو سملاسي وروسته ځان امریکايي ځواکونو ته وسپاره.

طارق عزیز په مذهب عیسوی و او د صدام حسین له نژدې کسانو نه بلل کېده.

ورته مطالب