په مصر کې تر ټولو مخکینی سیاسي بندي ومړ

د انځور حقوق
Image caption ۷۲ کلن المغربي د تېرې پېړۍ اویایمه لسیزه کې د "الجهاد" ډلې مشرو، چې په ۱۹۸۱ کال د مصر د پخواني ولسمشر انور السادات د وژلو د دسیسې جوړولو په تور په عمري بند محکوم شوی و.

د مصر امنیتي چارواکو ویلي، هغه بندي ومړ، چې په مصري زندان کې یې تر ټولو ډېر وخت تېر کړی. نبیل المغربي له مصرۍ "الجهاد" ډلې سره د تړاو په تور نیول شوی و، د ناروغۍ له کبله د قاهرې په المنیل روغتون کې ومړ.

لس ورځې وړاندې د نوموړي روغتیايي وضعیت ډېر کړکېچن شوی و.

۷۲ کلن المغربي د تېرې پېړۍ اویایمه لسیزه کې د "الجهاد" ډلې مشر و، چې په ۱۹۸۱ کال د مصر د پخواني ولسمشر انور السادات د وژلو د دسیسې جوړولو په تور په عمري بند محکوم شوی و.

نوموړی تر ۲۰۱۱ کال پورې په زندان کې و، چې د حسني مبارک پرضد له پاڅون څو میاشتې وړاندې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له کبله له زندان نه خوشی شو.

خو د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر کې بېرته ونیول شو او د القاعدې شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري د ورور محمد الظواهري په ګډون له ۶۷ نورو تورنو کسانو سره یوځای بیا زنداني شو.

پر دوی تور و چې د دولتي بنسټونو او وسله والو ځواکونو پرضد یې یوه ترهګره ډله جوړه کړې ده.

یوه مصري امنیتي چارواکي ویلي "المغربي د قاهرې المنیل روغتون کې ومړ، لس ورځې وړاندې روغتون ته بېول شوی و، ځکه چې د سرطان او بډوډۍ ناروغیو د مرګ تر پولې رسولی و".

د انځور حقوق
Image caption الظواهري مصر کې د ترهګرې ډلې په جوړولو تورن دی

بل خوا، د قاهرې په سوېل کې د جنایتونو اړوندې محکمې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د ورور محمد الربیعي د ورور په ګډون ۶۷ کسان له القاعدې شبکې سره د تړاو په تور د یوې ترهګرې ډلې د جوړولو په جرم بندیان کړي دي.

پر دوی تور دی، چې د حکومتي بنسټونو، امنیتي ځواکونو او مصري عیسویانو پرضد ترهګریز بریدونه کوي.

ورته مطالب