د یمن او عربستان پر پوله نښتې لسګونه کسان وژلي

د سعودي په مشرۍ د ایتلاف الوتکو د یمن پر پلازمېنې صنعاء بمباریو ته دوام ورکړی د انځور حقوق EPA
Image caption د سعودي په مشرۍ د ایتلاف الوتکو د یمن پر پلازمېنې صنعاء بمباریو ته دوام ورکړی

د سعودي په مشرۍ د حوثیانو ضد ایتلاف د شنبې په ورځ ویلي، په جازان او نجران سیمو کې هغه مهال څلور سعودیان او لسګونه یمنیان ووژل شول، چې حوثي یاغیانو او د مخکیني یمني ولسمشر ملاتړو او سعودي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه.

د سعودي د رسمي خبري آژانس په یوه خبر کې راغلي، نښته وروسته تر هغه پیل شوه، چې حوثي یاغیانو د سعودي پر سوېلي خاورې سکاډ توغندی وتوغاوه.

سعودي وايي، د دوی په برید کې د حوثیانو لسګونه برید کوونکي جنګیالي وژل شوي دي.

سرچینه وايي "اوس ښکاره شوه، چې برید د مخکیني یمني لیرې شوي ولسمشر علي عبدالله صالح د ځانګړو ځواکونو او د حوثي ملېشو له خوا شوی دی".

د حوثیانو ضد ایتلاف د تېر مارچ پر ۲۶مه د حوثیانو او د هغوی د ملاتړو پرضد بریدونه پیل کړل، چې په یمن کې د دوی د پرمختګ مخه ډب کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ملګري ملتونه وايي، د یمن په روانه جګړه کې تر اوسه له دوو زرو ډېر کسان وژل شوي او سلګونه زره نور بې ځایه شوي دي

که څه هم د حوثیانو او سعودي ترمنځ پر پوله په جګړه کې درنې وسلې هم کارول شوې دي، خو د تېرې جمعې ورځې نښته تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي.

په تېر اپرېل کې، ایتلاف وویل، د نجران په شنوه کې د حوثیانو برید درې سعودي پوځيان او بیا په نښته کې "لسګونه" حوثیان وژل شوي.

دغه ایتلاف وايي، د جمعې ورځې د برید موخه د "پولې ماتول" وو، خو د ایتلاف له خوا یې په چورلکو او توغنديو مخه ونیول شوه.

پر همدې مهال، حوثیانو منلې ده، چې د سویس په ژنیوا کې به د سولې خبرو کې ګډون کوي.

دا خبرې د ملګرو ملتونو له خوا مخته وړل کېږي، چې د اټکل له مخې د روانې میاشتې پر ۱۴ مه به ترسره شي.

د یمن په روانه جګړه کې تر اوسه له دوو زرو ډېر کسان وژل شوي.

فرانس پرېس خبري آژانس د حوثیانو د خوځښت د سیاسي شورا د غړي ضیف الله الشامي له قوله ویلي "په ژنیوا کې مو له شرط پرته د سولې خبرو کې د ملګرو ملتونو له خوا د ګډون کولو غوښتنه ومنله".

د انځور حقوق Reuters
Image caption ایتلافي ځواکونه یمن کې د حوثیانو او د هغوی د ملاتړو پر مرکزونو بمبارۍ کوي.

بل خوا، د یمن حکومت، چې له ریاض نه اداره کېږي، ویلي په دې خبرو کې دوی هم ګډون کوي.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب