د اوو شتمنو هېوادو مشران جرمني کې راټولېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption لویديځ په اوکراين کې د روسيې د مداخلې په ځواب کې ختيځو اروپايي هېوادونو کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي

ټاکل شوې د نړۍ د اوو تر ټولو شتمنو هېوادونو مشران د جي اووه په کلنۍ غونډه کې د جرمني په باواريا آلپ کې سره جرګه شي.

تمه ده دغه مشران په ختيځ اوکراين کې د روانې جګړې له امله پر روسيي د خپل دپلوماتيک فشار ساتلو پر سر خبرې وکړي.

د يونان د پور کړکېچ او دا چې له نړيوالې تودوخې سره څه ډول چلند وشي هم د خبرو د اجنډا یوه برخه ده.

روسيه تېر کال وروسته له هغه د شتمنو هېوادونو له نوملړه ووېستل شوه، چې د کرایمیا سيمه يې په روسيې پورې وتړله، تر دې وړاندې دغه سرمشريزه د جي ۸ په نوم يادېده.

د غونډې تمرکز به تر ډېره د روسيې پر ولسمشر ولاديمير پوتين وي، ځکه نوموړی په ځيرکتيا د اوکراين په ختيځ کې پوځي فشار زياتوي.

جرمني، بريتانيا او متحد ايالات غواړي داسې يوه موافقه وکړي، چې پر بنسټ به يې د هغو اروپايي هېوادونو مرسته کېږي، چې هڅه کوي پر مسکو د لګېدلو بندیزونو له ملاتړه لاس اخلي.

لویديځ په اوکراين کې د روسيې د مداخلې په ځواب کې ختيځو اروپايي هېوادونو کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي لوېديځ دې له روسيې، نه وېرېږي او دوی د ناټو لپاره خطر نه دي.

ښاغلي پوتين د ايټاليا کورير ډيله سيرا ورځپانې ته ويلي "لېونی يا څوک په خوب کې به فکر کوي چې روسيه به پر ناټو بريد وکړي".

له کورير ډيله سيرا سره په خبرو کې ولاديمير پوتين وويل "ځينې هېوادونه د روسيې په اړه له وېرې ګټه اخلي او غواړي پوځي، اقتصادي او ځينې نورې ګټې ترلاسه کړي"

ولاديمير پوتين وويل اوس نړۍ بدله شوې خلک به له کم حس سره فکر ونه کړي چې په لويه کچه پوځي شخړه دې رامنځ ته شي. موږ نور کارونه لرو چې فکر پرې وکړو".