ترکي وګړي په پارلماني ټاکنو کې رايې کاروي

د انځور حقوق EPA
Image caption که څه هم له ټاکنيز کمپاين نه لس ورځې مخکې د ټاکنو په اړه نظر پوښتنې بندې دي، خو تر دې وړاندې نظر پوښتنو ښوولې چې ښايي د عدالت او پراختيا ګوند له ۴۰ تر ۴۴ سلنې رايې وګټي

په ترکيه کې خلک نن په پارلماني ټاکنو کې رايې ورکوي او پايلې به يې د پخواني لومړي وزير او اوسني ولسمشر رجب طيب اردوغان راتلونکی سياسي برخليک وټاکي.

په دغو ټاکنو کې د ۵۵۰ څوکيو لپاره ۲۰ سياسي ګوندونه د سيالۍ ډګر ته وتلي دي او تمه کېږي چې د تېر په څېر دا ځل هم په انتخاباتو کې د رايه ورکوونکو کچه لوړه وي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې په ۲۰۰۳ کال کې د لومړي وزير په توګه واک ترلاسه کړ هيله لري چې په پارلماني ټاکنو کې پراخ اکثريت ترلاسه کړي چې وکړای شي د هېواد سياسي نظام په رياستي نظام واړوي.

د رجب طيب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختيا ګوند د ۲۰۱۱ کال په ټاکنو کې د ۵۵۰ څوکېو څخه ۳۲۷ وکټلې.

که دغه ګوند وکړای شي دا ځل ۳۳۰ څوکۍ وګټي نو کولای شي د ولسمشرۍ د واکونو او رول د زياتولو په اړه ټولپوښتنه راوبولي.

خو که دغه ګوند ۳۶۷ څوکۍ چې د پارلمان دوه پر دريمه کېږي وګټي پرته له دې چې ټولپوښتنه وکړي په ولسي جرګه کې د خپلې خوښې بدلونونه راوستلای شي.

که څه هم له ټاکنيز کمپاين نه لس ورځې مخکې د ټاکنو په اړه نظر پوښتنې بندې دي، خو تر دې وړاندې نظر پوښتنو ښوولې چې ښايي د عدالت او پراختيا ګوند له ۴۰ تر ۴۴ سلنې رايې وګټي.

د دغې نظر پوښتنې له مخې ښايي د خلق دموکراتيک ګوند له ۵۰ زياتې څوکۍ وګټي چې يوازې لس سلنه کېږي.

ظاهرآ داسې برېښي چې د عدالت او پراختيا ګوند به دا پارلماني ټاکنې وګټي، خو دغه ګوند غواړي چې بريا يې په لوی توپير وي.