ترکيه کې د پارلماني ټاکنو د رايو شمېرل پيل شول

د انځور حقوق REUTERS
Image caption د رجب طيب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختيا ګوند د ۲۰۱۱ کال په ټاکنو کې د ۵۵۰ څوکيو څخه ۳۲۷ څوکۍ وګټلې

ترکيه کې د پارلماني ټاکنو د رايو شمېرل پيل شوي دي. په دې هېواد کې رايه ورکوونکو د يکشنبې (۷ جون) پر سهار د رايو صندوقونو ته ورغلل او خپلې رايې يې وکارولې.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان هيله من دی چې ګوند به يې د درېيم ځل لپاره ټاکنې وګټي. په دغه صورت کې به دی وکولای شي په اساسي قانون کې تغير او د ولسمشر په اختيارونو کې زياتوالی راولي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان غواړي د ترکيې اوسنۍ سياسي نظام په رياستي هغه واړوي

په دغو ټاکنو کې د ۵۵۰ څوکيو لپاره ۲۰ سياسي ګوندونه د ټاکنو ډګر ته وتلي دي او هيله کېږي چې د پخوا په څېر دا ځل په ټاکنو کې د رايه ورکوونکو کچه لوړه وي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې په ۲۰۰۳ کال کې د لومړي وزير په توګه واک ترلاسه کړ هيله لري په پارلماني ټاکنو کې پراخ اکثريت ترلاسه کړي.

د رجب طيب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختيا ګوند د ۲۰۱۱ کال په ټاکنو کې د ۵۵۰ څوکيو څخه ۳۲۷ څوکۍ وګټلې.

که دغه ګوند وکړای شي دا ځل ۳۳۰ څوکۍ وګټي نو کوای شي د ولسمشرۍ د واکونو او رول دزياتولو په اړه ټولپوښتنه را وبولي.

د انځور حقوق epa
Image caption ويل کېږي د يکشنبې ورځې ټاکنې به د واک پر سر عدالت او پراختيا ګوند لپاره تر ټولو لويه سيالي وي

خو که دغه ګوند ۳۶۷ څوکۍ چې د پارلمان دوه پر درېيمه کېږي وګټي پرته له دې چې ټولپوښتنه وکړي په پارلمان کې د خپلې خوښې بدلونونه راوستلای شي.

که څه هم له ټاکنيز کمپاين لس ورځې مخکې د ټاکنو په اړه نظر پوښتنې بندې دي، خو تر دې وړاندې نظر پوښتنو ښوولې چې ښايي د عدالت او پراختيا ګوند له ۴۰ تر ۴۴ سلنه رايې وګټي.

د دغې نظر پوښتنې له مخې ښايي د خلق دموکراتيک ګوند له ۵۰ زياتې څوکۍ وګټي چې يوازې لس سلنه کېږي.

داسې ښکاري چې د عدالت او پراختيا ګوند به دغه پارلماني ټاکنې وګټي، خو دغه ګوند غواړي چې بريا يې په لوي توپير وي.

ويل کېږي د يکشنبې ورځې دغه ټاکنې به د واک پر سر عدالت او پراختيا ګوند لپاره تر ټولو لويه سيالي وي.