د ایردوان ګوند پارلمان کې 'غوڅ اکثریت' بایلود

د انځور حقوق EPA
Image caption د پایلو له اعلانېدو وروسته، د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو وویل، واکمن عدالت او پراختیا ګوند پارلماني ټاکنو کې په ښکاره بریالی شو، خو نوموړي په ترکیه کې د سیاسي ثبات ساتلو لپاره ژمنه وکړه.

د ترکیې د پارلماني ټاکنو د څه باندې ۹۹ سلنه رایو پایله کې واکمن ''عدالت او پراختیا'' ګوند په سلو کې ۴۱ رایې ګټلې دي.

دغه ټاکنې د تېرې یکشنبې په ورځ وشوې. ولسمشر رجب طیب ایردوان هیله من و، چې ګوند به یې بیا پارلمان کې په غوڅ اکثریت څوکۍ وګټي.

دغه پایلې په ترکیه کې یوه معکوسه سیاسي نقشه ګڼل کېږي. او دا ناممکنه ګڼل شوې چې ولسمشر ایردوان دې اساسي قانون کې بدلون راوستلی شي او د ولسمشر واکونه دې ډېر کړای شي.

د اعلان شویو رایو له مخې، عدالت او پراختیا ګوند په سلو کې ۴۱ رایې (چې د پارلمان ۲۵۹ څوکۍ کېږي) ګټلې، خو د ټلوالې جمهوري ګوند بیا په سلو کې ایله ۲۵ رایې خپلې کړې دي او د پارلمان ۱۳۱ څوکۍ یې ګټلې دي.

ملي خوځښت ګوند په درېیم کتار کې په سلو کې ۱۶ رایې (۷۸ څوکۍ) خپلې کړې دي.

د کردانو لویه بریا

په دغو ټاکنو کې ولسي دیموکرات ګوند ځکه د خوښۍ جشنونه وکړل، چې په لومړي ځل یې پارلمان کې خپلو ۷۸ استازو ته د پښو اېښودو ټینګ ځای پیدا شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي دمیرداش له عدالت او پراختیا ګوند سره د ایتلافي حکومت جوړولو ته زړه نه ښه کوي
د انځور حقوق AFP

خو نورو پاتې ګوندونو بیا ایله ۴ سلنه رایې وګټلې.

د پایلو له اعلانېدو وروسته، د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو وویل، واکمن عدالت او پراختیا ګوند پارلماني ټاکنو کې په ښکاره بریالی شو، خو نوموړي په ترکیه کې د سیاسي ثبات ساتلو لپاره ژمنه وکړه.

بل خوا، د قومي خوځښت ګوند مشر دولت بهجلي ویلي، که چېرې عدالت او پراختیا ګوند د ایتلافي حکومت په جوړېدو ونه توانېږي، باید بیا ټاکنې وشي.

د انځور حقوق AP
Image caption د پایلو تر اعلان وروسته، د عدالت او پراختیا ګوند ملاتړي
د انځور حقوق AFP

ددغه کردي ګوند مشر صلاح الدین دمرداش ویلي، له عدالت او پراختیا ګوند سره په ګډه ایتلافي حکومت نه جوړوي.

نوموړي خبریالانو ته وویل: ''د پارلماني ټاکنو پایلې د ریاستي نظام په اړه د خبرو ختمولو مساله ختمه کړه''.

په استانبول کې د بي بي سي خبریال مارک لوین وايي، دغه پایلې د اردوغان او واکمن ګوند له اټکل ډېرې ناوړه وې، او دغه ټاکنې د واکمن ګوند لپاره یو لوی ټاکنیز ګواښ ګڼل کېده.

ایردوان په لومړي ځل په ۲۰۰۳ کال د ترکیې لومړی وزیر شو.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق AFP

ورته مطالب