کراچۍ کې وسله والو پولیس چارواکی وژلی

د انځور حقوق b

د پاکستان د سند ایالت مرکز کراچۍ کې پولیس چارواکی عبدالمجید عباسي د نامعلومو کسانو لخوا د ډزو په ترڅ کې وژل شوی دی.

د پولیسو په وینا، دغه پېښه د سه شنبې په سهار د لانډي سیمې شاه لطیف ښار کې شوې.

د سیمې پولیسو مشر منیر شیخ وايي، عبدالمجید عباسي په دولتي موټر کې د خپلې دندې په لور روان و، چې پر موټر سایکل سپرو دوو تنو پرې ډزې وکړې او له ډزو وروسته وتښتېدل.

د پولیسو دغه چارواکی جناح روغتون ته لېږدولی شوی و، خو د سختو ټپونو له کبله یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د جناح روغتون د بیړنۍ برخې مشره ډاکټره سیمي جمالي د دغه پولیس چارواکي وژل کېدل تائید کړي دي.

د پاکستان د چارواکو په وینا، وژل شوی کس په اصل کې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکی و.

تر دې دمه هېڅ کومې ډلې د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.

په کراچۍ کې د سخت دریځو او جرمي جرمونو پر وړاندې د عملیاتو له پیلېدو راهیسې پر پولیس چارواکو دا ډول بریدونه زیات شوي دي.

روان کال کې کراچۍ کې د عبدالمجید په ګډون ۴۹ پولیس چارواکي وژل شوي دي. تېره میاشت د نامعلومو کسانو له خوا د زندان پرخوانی سرپرست مشر له دوو چارواکو سره ووژل شو.

د کراچۍ په بېلا بیلو سیمو کې پولیس او نور امنیتي ځواکونه د پټو معلوماتو پر بنسټ د سخت دریځو او ناقانونه ګرځول شویو پاکستاني طالبانو ډله پر وړاندې عملیات کوي.

ورته مطالب