اوباما: له عراق سره د داعش پرضد مو تګلاره نیمګړې ده

د انځور حقوق AP

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې متحده ایالات له ''اسلامي دولت'' (داعش) د نیول شویو ځمکو بېرته نیولو په برخه کې تر دې دمه له عراقي دولت سره د مرستې بشپړه ستراتیژي نه لري.

ښاغلي اوباما د تېرې دوشنبې په ورځ (مې ۸) اعلان وکړ، چې پنتاګون د عراقي ځواکونو د روزلو او تجهیز کولو په برخه کې پر مرستې غور کوي خو عراقیان باید خپله هم په دې برخه کې هڅې وکړي.

نوموړي په جرمني کې د نړۍ د اوو ځواکمنو هېوادونو د سرمشریزې د غونډې په څنډه کې د عراق له لومړي وزیر حیدر عبادي سره ولیدل.

دوه اونۍ مخکې د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر د عراقي ځواکونو او رمادي ښار کې د ماتې په اړه د بې مخینې نیوکې په ترڅ کې وویل، داسې ښکاري چې عراقیان د جنګېدو هوډ نه لري.

د ښاغلي کارتر د خبرو په غبرګون کې د عراق د پارلمان دفاعي او امنیتي کمیسیون مشر حکیم الزمیلي وویل، امریکا هڅه کوي د خپلې ماتې پړه د بل چا په غاړه واچوي، د عراق لومړي وزیر هم ویلي، چې دغو خبرو حیران کړی دی.

د امریکا ولسمشر په خبرو کې دا ومنله، چې ۳ زره امریکايي نظامي روزونکي په عراق کې دي، خو کله کله هغه عراقیان چې د روزنې لپاره دوی ته استول کېږي، یو شمېر یې د دغو روزونکو د 'روزنې ظرفیت' څخه کم وي.

اوباما د عراق لپاره د "بشپړې ستراتیژي" د نه شتون په تائيد سره وویل، د دغې ستراتیژي جوړونې لپاره د ځواکونو د جلب او د دغو ځواکونو د روزنې د څرنګوالي په برخه کې د عراقیانو بشپړې مرستې ته اړتیا شته.

اوباما په دې خبرو کې ویلي، هر څو که داعش ډله "چابکه، شخړې خوښونکې، فرصت طلبه" ده خو نوموړی "پوره ډاډمن" دی، چې له عراقي دولته د 'نړیوال ايتلاف' بشپړ ملاتړ او په دولت کې د بېلابېلو ډلو د استازو شتون د دې لامل کیدای شي چې داعش له دغه هېواده وشړل شي.

'نړیوال ايتلاف' په اروپا کې د امریکا او له همغږو هېوادونو رامنځ ته شوی دی.

د انځور حقوق AP

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) د دوشنبې په ورځ وویل، عراقي ځواکونه او شیعه ملېشې د بیجي ښار او څېرمه چاڼ ځای پر سر شخړه کې د "پرمختګ په حال" کې دي.

د پنټاګون ویاند جګړن استیو وارن ویلي، 'دوست ځواکونه' په ښار کې شته او په، تدریجي ډول په نظامي توګه د دوښمن د له منځه وړو په حال کې دي، بیجي په عراق کې لوی چاڼ ځای دی په وروستیو میاشتو کې څو ځلې لاس په لاس شو او له موصل نه د داعش اورپکو د ایستلو په عملیاتو کې د بیجي بېرته نیول مهمه برخه ګڼل کېده.

داعش د ۲۰۱۴ کال په جون کې موصل ښار نیولی.

ښاغلي اوباما د اوو قوتونو د سرمشریزې له ناستې وروسته خبري غونډه کې وویل، د اوو هېوادونو دغو مشرانو له ایران سره د خبرو په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي وویل:"د ایران د اتومي پروګرام په اړه د نړیوالو د اندېښنو د لرې کولو لپاره ایران تاریخي فرصت لري، او موږ له دې سره موافق یو چې ایران باید له دې فرصته ګټه واخلي".

ورته مطالب