امريکا عراق ته د نورو سرتیرو استولو چمتوالی نیسي

د انځور حقوق b

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ظاهرآ عراق ته د سرتیرو د استول لپاره هوکړې ته چمتوالی نیسي چې دوی به د اسلامي دولت داعش پر وړاندې عراقي سرتیري روزي.

د امریکايي چارواکو په وینا، شاوخوا د ۴۵۰ سرتیرو استولو سربیره د عراق په انبار ولایت کې د یوه نوي نظامي روزنیز مرکز پر جوړولو هم غور کوي.

په تېرو ورځو کې بارک اوباما ویلي و، چې د داعش له منګولو د نیول شویو ځمکو د خوشي کولو لپاره له عراقي حکومت سره د مرستې کومه ځانګړې ستراتیژي نه لري.

داعش ډلې د امریکا د هوايي بریدونو سربیره په عراق کې ډېرې ځمکې تر خپل واک لاندې راوستي.

د مې په میاشت کې داعش ډلې د عراق د مشهور ولایت انبار مرکز رمادي ونيوه، سربیره پر دې د سوريې تدمر او لرغونی پیلمائرا ښار یې هم تر واک لاندې راووست.

د امریکا د ملي امنیت شورا وايي، د عراق امنیتي ځواکونو په روزنه کې به چټکي راولي او پر وسلو د دوی سمبالولو په اړه به هم غور وکړي.

د دغې شورا ویاند ایلسټر باسکی وویل، په دې کې د ډېرو روزونکو استول هم شامل دي.

د امریکايي چارواکو په نظر په رمادي د ماتې یو لامل د عراقي پوځ ناسمه روزنه ده.

دمګړۍ په عراق کې شاوخوا ۳۰۰۰ امریکايي پوځیان شتون لري چې په دې کې روزونکي هم شامل دي.

د انځور حقوق AP

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي و، چې متحد ایالات له اسلامي دولت ''داعش'' د نیول شویو ځمکو بېرته نیولو په برخه کې تر دې دمه له عراقي دولت سره د مرستې بشپړه ستراتیژي نه لري.

ښاغلي اوباما د تېرې دوشنبې پر ورځ (مې ۸) اعلان وکړ، چې پنتاګون د عراقي ځواکونو د روزلو او تجهیز کولو په برخه کې پر مرستې غور کوي خو عراقیان باید خپله هم په دې برخه کې هڅې وکړي.

نوموړي په جرمني کې د نړۍ د اوو ځواکمنو هېوادونو د سرمشریزې د غونډې په څنډه کې د عراق له لومړي وزیر حیدر عبادي سره هم لیدلي و.

ورته مطالب