له ځوانانو سره ناوړه چلند او د امريکايي پوليس استعفا

د انځور حقوق Reuters

د امریکا ټکزاس ایالت چارواکو په وینا، د ځوانانو له یوې ډلې سره په ناوړه چلند تورن پولیس افسر استعفا کړې.

په دغه ډله کې ډیری تور پوستي ځوانان وو، چې د لامبو ډنډ سره دیره شوي وو.

چارواکي وايي، د ډیلس سیمې ۴۱ کلن پولیس افسر ایرک کیسبولټ د سې شنبې پر ورځ په خپله خوښه، د استعفا ورکولو پریکړه وکړه.

ایرک خپله سپین پوستی دی، د جمعې پر ورځ په انټرنیټ کې یوه ویډیو خپره شوه، چې پر دو هلکانو یې تومانچه را ایستلې وه او یوه ۱۵ کلنه تورپوستې نجلۍ یې پر ځمکه کشوله.

د پېښې سیمې ته ایرک د ځایي خلکو د شکایت په اساس تللی و، ورته ویل شوي و، چې هلته ستونزه ده.

د ویډیو له خپریدو وروسته نوموړی په نظامي رخصتیو استول شوی و، خو سلګونه کسان غونډ شول او د ایرک د استعفا غوښتونکي شول.

د سه شنبې پر ورځ په خبري کنفرانس کې د سیمې ځايي پولیسو مشر ګریګ کونلی د ایرک کیسبولټ کړنه ،ناسمه، وبلله.

ښاغلي ګریګ وویل، زموږ پالیسي او تربیه د ایرک د کړنو ملاتړ نه کوي لکه څنګه چې په ویډیو کې ښودل کېږي د پېښې په وخت کې نوموړی په خپل واک کې نه و،

د انځور حقوق Reuters

ګریګ کنولی دا هم وویل، چې دپېښې په وخت کې هلته ۱۲ پولیس وو چې ۱۱ تنو یې د تربیې او پالیسي مطابق عمل کړی او ښه چلن یې تر سره کړی دی.

ځاي پولیس وايي، چې د دې پېښې څیړنې لا هم روانې دي.

دغه ویډیو داسې مهال خپره شوه، چې لا له وړاندې په امریکا کې د تور توپسو پر وړاندې د پولیسو پر ناوړه چلند نیوکې او تورونه پورې شوې دي.

په روان کال کې د پولیسو له خوا د څو بې وسلې تور پوستو کسانو د وژل کیدو په غبرګون کې ولسي وګړو سخت غبرګونونه او لاریونه ترسره کړي دي.

امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپل رپوټ کې لیکلي، چې د امریکايي چارواکو د شمېرو برعکس هره ورځ له دوو ډیر کسان د پولیسو له خوا وژل کېږي، چې ډېری يې تور پوستي دي.

د واشنګټن پوسټ له خوا د راټولو شویو شمېرو له مخې د روان کال په لومړیو ۵ میاشتو کې د پولیسو په لاس ۳۸۵ کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب