وچه مېوه "د ژر مړینې مخه نیولی شي"

Image caption هغه خلک چې هره ورځ لږترلږه لس ګرامه وچه مېوه خوري، په کم عمر کې یې د مړینې چانسونه ۲۳ سلنه ټیټېږي.

یوه هالنډۍ څېړنه ښيي چې هره ورځ یوه اندازه وچه مېوه خوړل کولی شي د ژر مړینې مخه ونیسي.

په تېرو څېړنو کې هم د وچې مېوې او زړه ناروغیو تر منځ تړاو ته کتنه شوې وه.

د ماسټرېش پوهنتون څېړونکو په خپلې لس کلنې څېړنې کې ومونده هغه خلک چې هره ورځ لږترلږه لس ګرامه وچه مېوه خوري، د ژر مړینې چانس یې ۲۳ سلنه کم وي.

څېړنې وښوده چې د پلیو کوچ خوړل چې مالګه او غوړ په کې ډېر وي، کومه ګټه نه لري.

په ۱۹۸۶ کال کې د ۵۵ او ۶۹ کلونو عمر تر منځ څه دپاسه ۱۲۰ زرو هالنډي ښځو او سړو څېړونکو ته خپل د پرهیز او ورځني ژوند بڼې مالومات ورکړل. لس کاله وروسته د دوی د مړینې درجې او وخت ته کتنه وشوه.

هغو چې وچه مېوه یې خوړله، د سرطان، اعصابو، شکرې او ساه لنډۍ له کبله د ژر مړینې کچه په کې ټیټه وه.

په منځنۍ کچه دغو خلکو د ژر مړینې ۲۳ سلنه کم چانس درلود، او په مشخصه توګه:

  • له اعصابو سره د تړلو ناروغیو چانس ۴۵ سلنه کم شوی و
  • د ساه لنډۍ ناروغۍ چانس ۳۹ سلنه کم شوی و
  • د شکرې ناروغۍ چانس ۳۰ سلنه کم شوی و

د دغې څېړنې مشر پروفیسر پیټ ون ډېن برانډ وویل:

"یوه حیرانونکې موندنه دا وه چې د هرې ورځ وچې مېوې خوراک چې په ټولیز ډول ۱۵ ګرامه ته رسېدلې وه، هم د ژر مړینې چانسونه کم کړي وو".

پروفیسر ون ډېن برانډ بي بي سي ته وویل څېړونکو دا هم په پام کې نیولې وه چې د څېړنې ګډونوالو د وچې مېوې تر څنګ تازه مېوه او سابه هم خوړل او هغو ښځو چې وچه مېوه یې خوړله، د ډېرو یې وزن کم و، ځکه یې نو دوی د پایلو شمېرې هم په لازمه اندازه بدلې کړې.

ورته مطالب