ایراني زندانونو کې ۴۰۰ ماشومان له خپلو میندو سره

د انځور حقوق AFP

د ایران 'ایسنا' نیمه رسمي خبري اژانس په دې هېواد کې د زندانیانو د چارو یوه دفاع کوونکي خولې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې نژدې ۴۲۶ ماشومان له خپلو میندو سره په زندانونو کې دي.

نصیري چې د بندیانو د ملاتړ په موخه یې یوه خیریه مؤسسه هم جوړه کړې ده، هڅه کوي چې په هر زندان کې له میندو سره د هغوی د ماشومانو د اوسېدو پالن ځایونه جوړ کړي.

دی وايي، دا سوچ شپږ کاله مخکې هغه مهال ورته پیدا شو چې د لوېدیځ آذربایجان اورومي ښار ښځینه زندانیانو ترې وغوښتل، چې د دوی د ۳۵ بندي ماشومانو غم وخوري.

دغه ماشومان په زندان کې له خپلو میندو سره یوځای اوسېدل.

نوموړی وايي، کله یې چې د په اورومي زندان کې د ماشومانو د پالنې ځای جوړ کړ، دا ورته په ډاګه شوه چې د ایران په نورو زندانونو کې هم ۴۲۶ ماشومان له خپلو میندو سره اوسېږي.

نصیري زیاتوي، د کرج، کرمان، او خراسان د زندانونو په ګډ،ن یې په نورو زندانونو کې هم له میندو سره د بندي شویو ماشومانو ۶ نور پالن ځایونه جوړ کړل.

سرچینه وايي، په زندان کې د ماشومانو وضعیت ته په کتو سره یې هغوی ته د پالنې ځایونه جوړ کړل، خو وايي د زندانونو د ننه فعالیت ډېر ګران او ستومانه کوونکی دی.

دی وايي، د 'ماشومتوب' په نوم یوه مؤسسه وتوانېده چې د ایران په ټولو زندانونو کې د ماشومانو لپاره پالن ځایونه جوړ کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ایران په ختیځ خراسان ولایت کې د زندان مشره معصومه جنګي وايي، په دغه زندان کې ۷۰ داسې ماشومان له خپلو بندي میندو سره اوسېدل

د ایران په ختیځ خراسان ولایت کې د زندان مشره معصومه جنګي وايي، په دغه زندان کې ۷۰ داسې ماشومان له خپلو بندي میندو سره اوسېدل، چې عمرونه یې له دوو کلونو ټیټ وو، خو زیاتوي چې وړاندې په زندان کې یو ۱۲ کلن ماشوم هم له خپلې مور سره په زندان کې و.

خو تهران ته څېرمه د 'ری' ښار د زندان مشره فریبا بیاباني وايي، له دوو کلونو د ټیټ عمر ۲۰ ماشومان په زندان کې له خپلو میندو سره بندیان وو.