د کمپیوترونو یو مخکښ امنیتي شرکت هک شو

د انځور حقوق Getty
Image caption د کاسپرسکي شرکت مدیر یوګني ګاسپارسکي ویلي، د کامپیوترو امنیتي شرکت جاسوسي یو خطرناکه کړنه ده.

د کمپیوترونو امنیتي شرکت کاسپرسکي لب، چې یو مخکښ شرکت دی وايي، چې په وروستیو کې د دغه شرکت د کمپیوترونو پر شبکې د هکرانو برید کشف کړی و.

دغه روسي شرکت ویلي، ګمان کوي، چې د هکرانو لخوا برید او د دوی د شرکت کمپیوټري شبکه کې نفوذ کول د دوی له نوې تکنالوژۍ د جاسوسۍ په موخه تر سره شوی.

کاسپرسکي لب ویلي، هکران له دریو طریقو د دوی کمپیوټرونو ته د ننه شوي، چې دا طریقې بې مخینې دي.

دغه روسي شرکت، چې د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې نماینده ګي لري ویلي، چې د دوی کمپیوټري سیستم د هکرانو د ننه کېدل یې په لومړۍ مرحله کې تشخیص کړ.

کاسپرسکي لب ویلي، چې هکران په دې بریالي شوي چې د دغه شرکت ځیني فایلونو ته لاسرسی پیدا کړي خو هغه معلومات چې هکرانو تر لاسه کړي د دغه شرکت محصولاتو لپاره هیڅ کوم حیاتي اهمیت نه لري.

د کاسپرسکي شرکت مدیر یوګني ګاسپارسکي ویلي، د کامپیوترو امنیتي شرکت جاسوسي یو خطرناکه کړنه ده.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب