اسرایلو "په تېروتنه غزه کې د سیند پر غاړه برید کړی و"

Image caption دغه پېښه د اسرایلو او غزې جنګیالیو تر منځ د ۵۰ ورځني جګړې په لومړیو ورځو کې را منځ ته شوه.

د اسرایلو یوې پوځي پلټنې خپل ځواکونه د هغو څلورو فلسطیني هلکانو په مړینه کې بې ګناه بللي چې غزه کې د ۲۰۱۴ کال جګړې پر مهال په یوه برید کې وژل شوي وو.

پلټونکو ویلي پر هغو هلکانو چې د سیند پر غاړه په یوه توغندیز برید کې وژل شوي د حماس د اورپکو ګومان شوی و چې ګواکې پر اسرایلي ځواکونو د برید تابیا نیسي.

هغه مهال په پراخ ډول د دغې پېښې غندنه شوې وه.

دغه پېښه د اسرایلو او غزې جنګیالیو تر منځ د ۵۰ ورځني جګړې په لومړیو ورځو کې را منځ ته شوه. جګړه له جولای تر اګست پورې روانه وه.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ په جګړه کې د څه دپاسه ۱۴۸۶ ملکیانو په ګډون لږترلږه ۲۱۸۹ فلسطینیان ووژل شول. د اسرایلو په خاوره، د شپږو ملکیانو تر څنګ ۶۷ پوځیان وژل شوي وو.

"په پېژندنه کې تېروتنه"

دغه څلور هلکان، لس کلن عاهد عاطف بکر او ذکریا عاهد بکر، نهه کلن محمد رامز بکر او ۱۱ کلن اسماعیل محمد بکر د جولای په ۱۶مه په غبرګوني توغندیز برید کې وژل شوي وو.

د رپوټ د موندنو د اعلانولو پر مهال د اسرایلو دفاعي ځواکونو (آي ډي ایف) وویل، د اسرایلو پوځي پولیسو "جرمي پلټنې" ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې له هغو اسرایلي ځواکونو چې د دغه هوايي برید په سمبالولو او ترسره کولو کې ښکېل وو او له دریو فلسطینیانو چې ویلي یې وو دوی د پېښې عیني شاهدان دي، شواهد هم لاسته راوړل شوي وو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هغه مهال په پراخ ډول د دغې پېښې غندنه شوې وه.

رپوټ وايي پېښه په داسې یوه ودانۍ کې رامنځ ته شوه چې د سیند پر غاړه د ملکیانو له سیمې لرې وه او په ځانګړې ډول یې د حماس اورپکو کاروله.

دغه راز رپوټ زیاتوي چې د جولای په ۱۶مه (آي ډي ایف) ته داسې راپور رسېدلی و چې اورپکي په همدغه ودانۍ کې د یو برید سمبالولو په موخه راټولېږي.

رپوټ کې راغلي هوايي څار ښودله چې ګڼ کسان چې باور کېده اورپکي دي دغه ودانۍ ته ننوتل او دا چې دوی ته د هوايي برید امر ورکړل شو "وروسته له هغه چې په دغه ودانۍ کې د ملکیانو د اوسېدو یا شتون شونتیا رد شوه."

"پر دې خبره باید ټینګار وشي چې له پیله تر پایه ودانۍ کې شته کسان ماشومان نه و ګڼل شوي."

رپوټ زیاتوي: "په خواشینۍ سره، له پېښې وروسته په ډاګه شوه چې په برید کې څلور ماشومان وژل شوي، چې دغې ودانۍ ته د ناڅرګندو دلایلو له کبله ننوتي وو."

د (آي ډی ایف) په رپوټ کې دا منل شوې چې هدف پېژندنه کې تېروتنه شوې وه خو دا چې "د برید بهیر د اسرایلو له کورني او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې نه و."

ورته مطالب