پاکستان 'سېو ده چېلډرېن' ته د وتلو امر کړی

د انځور حقوق epa
Image caption یو پاکستانی امنیتي چارواکی ټوله شپه د موسسې مخې ته ولاړ و

پاکستان د 'ماشومانو د خوندیتابه ادارې' (سېو ده چېلډرېن) دفترونه تړلي او دغې نا دولتي مؤسسې ته یې له هېواده د وتلو امر کړی دی.

پاکستان پر دغې ټولنې د 'پاکستان ضد' فعالیتونو تور لګولی.

پولیسو پلازمېنه اسلام اباد کې ددغې ټولنې دفترونه تړلي او کارکوونکو ته یې له هېواده د وتلو لپاره ۱۵ ورځې وخت ورکړی دی.

Save the Children مؤسسې د پاکستان پر دغه عمل 'ټینګه نیوکه' کړې ده.

وړاندې هم پاکستان دغه خیریه ټولنه د جعلي واکسین جوړولو په پروګرام تورنه کړې وه، چې په وینا یې په اصل کې یې د سي آی اې لپاره کار کاوه، چې د القاعدې شبکې مخکینی مشر اسامه بن لادن ومومي.

خو دغې مؤسسې تل دا رد کړې ده، چې ګني د سي آی اې په ګټه یې فعالیت کړی او دا هم نه مني چې ګني پاکستانی ډاکټر شکیل افریدي دې د واکسین جعلي پروګرام عملي کړی وي.

پاکستان کې د 'ماشومانو د خوندیتابه اداره' پر دغې ټولنې د تور لګېدو راهیسې بهرني کارکوونکي نه لري.

دغه ټولنه وايي، دا مهال ۱۲۰۰ پاکستاني کارکوونکي لري، چې د روغتیا، تعلیم او خوړو برخه کې کار کوي.

'سېو ده چېلډرېن' په ګرده نړۍ کې فعالیت لري او پاکستان کې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې فعاله ده.

پاکستاني حکومت تر اوسه د خپل دغه هوډ لپاره په رسمي توګه کومې څرګندونې نه دي کړې.

''مشکوک فعالیتونه''

خو ځینو چارواکو اې ایف پي خبري آژانس ته ویلي: ''ددغې ټولنې فعالیتونه له ډېرې مودې راهیسې څارل کېږي. دوی ځینې داسې کارونه کول چې د پاکستان د ګټو خلاف وو''.

یوه پولیس چارواکي ویلي، ددغې ټولنې تیلېفوني اړیکي او دفترونه تر څارنې لاندې دي، همدا ده چې دده په ټکو ددغې ادارې فعالیتونه ''ډېر مشکوک'' ښکاري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ''سېو ده چېلډرېن'' مؤسسه وايي، دوی د پاکستان په څه باندې ۶۰ ولسوالیو کې فعالیت لري

''سېو ده چېلډرېن'' د پاکستان ددغه ګام په غندلو سره ویلي، ''دې کار زموږ اندېښنه ډېره کړې ده، خو پاکستان کې زموږ ټول کارکوونکي پاکستانیان دي''.

دغې ادارې ویلي، پاکستاني حکومت دغه هېواد ته د دوی په کښتیو کې بار مرستې او توکي درولي دي، چې په وینا یې ''میلیونونو کورنیو او ماشومانو ته یې مرستې بندې کړې دي''.

بي بي سي ته ویل شوي، د ناروې د کډوالو چارو شورا نادولتي مؤسسې خپلې ټولې چارې پاکستان کې درولې دي، ځکه چې پاکستان یې د فعالیت اجازه لیک نه دی غځولی.