کيري: د ايران اتومي پروګرام خبرو کې برخه اخلم

Image caption جان کيري د مې مياشتې په ۳۱مه په داسې حال کې چې په سويس کې يې پر موټر سايکل سپرلۍ کوله، ولوېد او ښۍ پښه يې ماته شوه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري له روغتون نه تر رخصتېدو وروسته ويلي، د ايران د اتومي پروګرام پر سر خبرو کې برخه اخلي.

ښاغلی کيري چې د پښې په هډوکي د درز رامنځته کېدو له امله په روغتون کې بستري و، ويلي و په راتلونکو ورځو کې به د خبرو لپاره ټاکل شوي ځای ته سفر وکړي.

د دغو خبرو د ښکېلو غاړو ترمنځ همدا اوس په اتريش کې خبرې روانې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې په بشپړ ډول به د اتومي مسالې په خبرو اترو کې ښکېل وي.

ده ويلي ډاډه دی چې د جون تر دېرشمې به يوې بشپړې موافقې ته د رسېدو په برخه کې هڅې وکړي.

ښاغلي کيري ويلي دمګړۍ زموږ مرکچيان د دغې موافقې پر ډېرو پېچلو جزيياتو کار کوي.

جان کيري د مې مياشتې په ۳۱مه په داسې حال کې چې په سويس کې يې پر موټر سايکل سپرلۍ کوله، ولوېد او ښۍ پښه يې ماته شوه.

ده دغه مهال په سويس کې د ايران د اتومي پروګرام پر سر له ايراني چارواکو سره خبرې کولې.

تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې د ښاغلي کيري د پېښې ماتېدل به د اتومي وسلو پر خبرو کوم اغيز و نه کړي.

د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو او ايران د بهرنيو چارو مرستيالانو په ويانا کې يو له بل سره خبرې کړې دي.

ايران او پنځه جمع يو هېوادونه څو اوونۍ وړاندې په سويس کې د اتومي مسالې د ابتدايي حل په اړه موافقې ته رسېدلي او ټاکل شوې د روانې ميلادي مياشتې تر پايه بشپړې موافقې ته ورسېږي.

ورته مطالب