هکرانو د ''امريکا د پوځ پر معلوماتو'' بريد کړی

Image caption د سپينې ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، پلټونکي اوس په بشپړ ډول ډاډه دي چې هکرانو د حکومتي کارکوونکو د سابقې په اړه معلوماتو ته لاسرسی موندلی

امريکايي چارواکي وايي هکرانو چې اړيکه يې له چين سره ښوول شوې د متحد ایالاتو حساسو پوځي او استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د هکرانو د يوه لوی انټرنټي بريد په اړه تېره اوونۍ جزييات ډاګيزه شول، خو چارواکو اوس د دويم بريد په اړه معلومات ورکړي دي.

داسې وېره ده چې ښايي دغه ډول بريدونه د امريکا امنيتي ځواکونه او د هغوی د کورنۍ غړي بدنام کړي.

په راپورونو کې ويل شوي، په هغو ادارو کې چې انټرنټي بريد شوی، يو يې هم د کارکوونکو د همغږۍ دفتر دی.

چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط د اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي، په دې باور دي چې هکرانو د پوځ او استخباراتي کارکوونکو د شخصي معلوماتو اسناد او فورمې په نښه کړي دي.

په دغو اسنادو کې د سترګو له رنګ نيولې، دا چې يو کس څومره پيسې لري، مخينه يې څنګه وه او د خپلو خپلوانو د اړيکو شمېرې او نور جزييات په کې وو.

په دغه ۱۲۷ مخيز سند کې يو شمېر پوښتنې هم شته، چې د پوځ او ملي امنيت کارکوونکو يې په اړه ځوابونه ورکړي دي.

  • آيا په تېرو اوو کلونو کې کله داسې وخت راغلی چې له بانک نه او شرکتونو نه اخيستی پور مو بېرته نه وي ورکړی؟
  • آيا کله مو د الکولو د کارولو له امله درملنه کړې او يا چا مشوره درکړې ده؟
  • آيا په تېرو اوو کلونو کې مو په غير قانوني ډول نشه يي توکي او يا هغه توکي چې منع دي کارولي دي؟
Image caption د امريکا يوه پخواني استخباراتي چارواکي هغه معلومات چې هکرانو پرې بريد کړی او لاسرسی يې ورته پيدا کړی د ''سروزرو کان'' بللی

د سپينې ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، پلټونکي اوس په بشپړ ډول ډاډه دي چې د حکومتي کارکوونکو د مخينې په اړه معلوماتو ته هکرانو لاسرسی موندلی.

د امريکا يوه پخواني استخباراتي چارواکي هغه معلومات چې هکرانو پرې بريد کړی او لاسرسی يې ورته پيدا کړی د ''سروزرو کان'' بللی.

اوس انګېرنې دا دي هغه بريد چې تېره اوونۍ د متحد ايالاتو د کارکوونکو پر شخصي معلوماتو وشو، ښايي تر هغه ستر وي چې مخکې يې اعلان شوی و.

لومړنيو اټکلونو ښووله چې ښايي د څلور ميليونه کسانو معلوماتو ته هکرانو لاسرسی موندلی، خو اوس د پلټنو چارواکو ويلي چې ښايي د ۱۴ ميليونه کسانو معلومات په کې اغېزمن شوي وي.

ورته مطالب