حوثي ياغيانو سعودي پولې سره نږدې ښار نيولی

د انځور حقوق epa

له يمن څخه راغلي راپورونه ښيي، حوثي ياغيان او ملګري يې په دې توانېدلي چې "الهاضم" ښار ونيسي.

دغه ښار د يمن په شمال کې د سعودي له پولې سره نژدې پروت دی.

د حوثي ياغيان وايي دغه پرمختګ يې د سعودي او اېتلافي ځواکونو د بمباريو سره بېره کړی دی.

ويل کېږي سبا (دوشنبې ۱۵ مۍ) به د حوثي ياغيان او عبد ربه منصور هادي تر منځ د سولې خبرې په جينوا کې پيل شي.

په يمن کې د تاوتريخوالي له کبله عبدربه منصور هادي سعودي ته تښتېدلی دی.

سعودي عربستان وايي دغه هوايي بريدونه د حوثي ياغيانو په شاتمبولو او د ولسمشر عبد ربه منصور هادي قدرت ته د رسېدلو لپاره کوي.

سعودي عربستان او ايتلافي ځواکونو يې د مارچ پر ۲۶ يمن کې د حوثي ياغيانو پر وړاندې هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په يمن کې له ټولو غاړو غوښتي چې بې له کوم قيد او شرط د سولې خبرې پيل کړي.

ياغيانو، ولسمشر منصور هادي د يمن له پلازمېنه صنعا په تېښته مجبور کړ او اوس مهال سعودي کې اوسېږي.

د ملګرو ملتونو په وينا يمن کې د روانې جګړې له کبله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۲۲۰۰ کسان وژل شوي او شاخوا ۱۰۰۰۰ ټپيان شوي دي.

ورته مطالب