اسراييلو غزه کې د جګړې په اړه خپل راپور خپور کړی

د انځور حقوق Getty
Image caption په دغه ۵۰ ورځني جنګ کې چې د اسراييلو او غزه کې د فلسطيني ډلو تر منځ شوی له ۲۱۸۹ زيات فلسطينيان وژل شوي وو

اسراييلو په غزه کې د تېر کال د جګړې په اړه خپل راپور خپور کړی دی.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې ملګري ملتونو غواړي د غزې په ۵۰ ورځني جنګ کې د پېښو شويو جنايتونو او له بشري حقونو د سرغړونو په اړه يو څېړنيز راپور خپور کړي.

دغه ۲۷۷ مخيز راپور چې نن (يکشنبې ۱۴ جون) د اسراييلو له خوا خپور شوی، په راپور کې راغلي چې دغه هېواد د ملکي وګړو د ژغورلو لپاره له خپلو ټولو هڅو کار اخيستی دی.

اسراييلو په دغه راپور کې حماس د استوګنې له سيمو د بريدونو په پيلولو چې د ملکي وګړو د وژنې سبب ګرځي پړ بولي.

په همدې لړ کې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي چې د دوی راپور د ملګرو ملتونو د راپور په پرتله د جنګ حقايق راسپړي.

د اسراييلو لومړي وزير نتنياهو په وينا د ملګرو ملتونو راپور پر اسراييلو د "بي اندازي" نيوکو ډک دی.

حماس ډلې د غزې جګړې په اړه د اسراييلو له خوا خپور شوی راپور "بې ارزښته" بللی.

په دغه ۵۰ ورځني جنګ کې چې د اسراييلو او غزه کې د فلسطيني ډلو تر منځ شوی له ۲۱۸۹ زيات فلسطينيان وژل شوي وو.

د ملګرو ملتونو په وينا په وژل شويو کسانو کې ۱۴۸۶ ولسي وګړي دي او ۱۱۰۰۰ نور د اسراييلو د هوايي بريدونو له کبله ټپي شوي دي.

همدارنګه په دې جګړه کې د اسراييلو ۶۷ سرتېري او شپږ ولسي وګړي وژل شوي وو.