د سنوډن اسناد د برتانوي څارګرو د لېږد لامل شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption د این ایس اې دغه پخواني قراردادي هاغه مهال له امریکا ووت، چې د څارګرې ادارې، نیشنل سیکورټي ایجنسۍ محرم اسناد یې افشا کړل

د برتانوي حکومت سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د امریکا استخباراتي اداري، این ایس اې پخواني قراردادي له لوري د اسنادو له افشا کېدو وروسته برتانوي حکومت خپل څارګر لېږدولي.

د سرچینې په خبره داسې احتمال موجود و، چې ښايي روسي او چینايي چارواکي دغه اسناد وویني.

د برتانوۍ ورځپاڼې سنډي ټایمز په رپوټ کې ویل شوي، چې روسیه او چین توانیدلي، دغه کمپیوټري اسناد له پټوالي رابهر کړي.

حکومتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، د یو شمېر هېوادونو له حکومتونو سره داسې معلومات وو، چې له مخې د برتانوي څارګرانو معلومول ممکن وو او وايي له همدې کبله دغه کارکونکي لېږدول شوي وو.

خو د یادې سرچینې په وینا داسې کوم معلومات نه دي تر لاسه شوي، چې دغو کارکونکو نه کوم یوه ته زیان اوښتی وي.

د حکومتي سرچینې په خبره ' هغه معلومات چې چین او روسیې تر لاسه کړي، معانا یې دا ده، چې هغوی زموږ د کار څرنګوالي په باب معلومات تر لاسه کړي دي او وايي برتانیا له همدې کبله 'خورا اړین ' معلومات نه شي تر لاسه کولای. '

۳۱ کلن اېډورډ سنوډن چې نن سبا روسیې کې اوسي دوه کاله مخکې دغه معلومات افشا کړي وو.

د این ایس اې دغه پخواني قراردادي هاغه مهال له امریکا ووت، چې د څارګرې ادارې، نیشنل سیکورټي ایجنسۍ محرم اسناد یې افشا کړل، چې پکې ویل شوی وو، دغه اداره امریکا متحدو ایالتونو او د نړۍ په لر او بر کې د ټیلیفون او انټرنېټ له لارې د خلکو غیر قانوني څارنه کوي.

له هاغه وروسته امریکا کې بحث پیل شو، چې د یادې ادارې له لوري د ملي امنیت په نوم له خپلو اختیاراتو د دغې ادارې څومره تجاوز د منلو وړی دی.

سنوډن د حکومت له لوري د خلکو څار پروګرام ( پرزم ) جزیاتو برالا کولو له کبله د امریکا حکومت ته مطلوب دی. د اټکل له مخې ویل کېږي، چې له امریکا نه وتلو مخکې سنوډن ۱۷ لکه محرم اسناد ډاونلوډ کړي وو.

امریکا کې پر نوموړي تور دی، چې حکومتي مواد یې غلا کړي، له اجازې پرته یې دفاعي معلومات لېږدولي او محرم اسناد یې افشا کړي دي.

د انځور حقوق
Image caption امریکا کې بحث پیل شو، چې د یادې ادارې له لوري د ملي امنیت په نوم له خپلو اختیاراتو د دغې ادارې څومره تجاوز د منلو وړی دی

حکومتي سرچینې وايي د روسیې او چین له لوري د معلوماتو تر لاسه کولو معانا داوه، چې 'مهمو معلوماتو ته د برتانیا د لاسرسي مخه ونیوله شي.'

د بي بي سي خبریال کرس مورس په وینا د برتانوي چارواکو لپاره ستونزه دا وه، چې نه یوازې څارګرو خپل موقعیتونه بدل کړي وو، بلکې په هغو ځایونو کې یې فعالیت هم نه شوای کولای.

د نوموړي په وینا د برتانوي لومړي وزیر ډېوډ کامېرون له لوري هم دغه اندېښنه څرګنده شوې، چې د څارګرو ادارو چارواکو ته هم خبرداری ورکړل شوی و، چې معلومه کړي، د سنوډن له لوري افشا شویو اسنادو له کبله څه ډول خطرونه رامنځ ته کېدای شي او د برتانویانو پر خوندیتوب به یې اغیز څه وي.

د سنډي ټایمز رپوټ کې ویل شوي، چې د سنوډن له لوري افشا شویو اسنادو ته د روسیې له لاسرسي وروسته لوېدېځو څارګرې ادارې اړې شوې، چې له ' مخالفو ' هېوادونو نه خپل څارګر وباسي.

د ورځپاڼې په وینا چین هم دغه اسناد له ' خوندیتوبه ' بهر کړي دي چې په وینا یې لوړ پوړو چارواکو دغه چاره تایید کړې او وايي دې سره به د امریکايي او برتانوي څارګرو کارکونکو پېژندګلوي ممکنه شي.

ورځپانې کې د برتانوي څارګرې ادارې جي سي ایچ کیو، د پخواني مشر سر ډېوډ اومنډکا څرګندونې هم راغلې، چې وايي معلوماتو ته د چین او روسیې لاسرسی یو لوی ستراتیژیک ټکان دی، چې وايي برتانیا، امریکا او ناټو اتحادیانو ته ' زیان ' رسوي.