' د سودان ولسمشر باید ونیول شي '

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر عمر البشیر پر ځان لګیدلي تورونه ردوي

له جرمونو سره د مبارزې نړیوالې محکمې له سویلي افریقا غوښتي، چې د سودان ولسمشر عمر البشیر، چې د افریقايي هېوادونو اتحادیې غونډې کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ورغلی ونیسي.

ولسمشر عمر البشیر داوفور شخړې جنګي جرمونو قصیې کې د ښکېلتیا په تور دغې محکمې ته مطلوب دی.

یادې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، ( د هغه د نیولو هیڅ یوه هڅه ) باید بې پایلې نه وي. خو بل لور ته د ایس اې بي اي نیوز په رپوټ کې ویل شوي، چې جوهانسبرګ ته په رسیدو د سویلي افریقايي چارواکو له لوري د سوداني ولسمشر هرکلی شوی دی.

د سودان رسمي خبري اژانس سنا په رپوټ کې ویل شوي دی، چې له نوموړي سره په دغه سفر کې د سودان بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم ملګري دي. د جرمونو خلاف نړیوالې محکمې او افریقايي اهېوادونو اتحادیې تر منځ ناندرۍ روانې دي او یو شمېر په دې باور دي، چې افریقایان په غیر مناسب ډول په نښه کېږي.

د انځور حقوق
Image caption ملګري ملتونه وايي دغه جګړه کې تر اوسه نژدې درې لکه کسان وژل شوي

له دې مخکې افریقايي اتحادیې له یادې محکمې غوښتي و، چې د لوړپوړو چارواکو په اړه پوښتنې ګرویږنې پریږدي.

د ولسمشر عمر البشیر خلاف خپور شوی جلب هغه ته اجازه نه ورکوي، چې سفر وکړي، خو نوموړي پر ځان لګیدلي تورونه تل رد کړي دي.

د محکمې له لوري خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي، چې ' سویلي افریقا باید له محکمې سره د همکارۍ لړ کې د خپلو مسوولیتونو درناوی وکړي. ' بل لور ته د بشري حقونو سازمانونو او د سویلي افریقا لوی اپوزیسیون ګوند هم د عمرالبشیر د نیولو غوښتنه کړې.

د سودان په دارفور سیمې کې له ۲۰۰۳ کال راهیسې، چې یاغیانو د حکومت خلاف وسله واله جګړه پیل کړې، خونړۍ پېښې روانې دي.

ملګري ملتونه وايي دغو جګړو کې تر اوسه نژدې درې لکه کسان وژل شوي دي.

د جرمونو خلاف نړیوالې محکمې دغه سیمه کې د جنګي جرمونو لړ کې خپلې څېړنې بشپړې کړې دي، خو د ولسمشر بشیر خلاف جلب لا هم پر خپل ځای پاتې دی.