کردي ځواکونه د سوريې تل ابيض ښار څنډو ته رسېدلي

د انځور حقوق n
Image caption د کردي جنګياليو له دغو پرمختګونو سره هممهاله ملکي وګړي د جګړې له وېرې له سيمې وتلي او د ترکيې پولو ته رسېدلي دي

له سوريې نه راپورونه وايي چې کردي جنګيالي د دغه هېواد په شمال ختيځ کې د تل ابيض ښار پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

دغه ښار د اسلامي دولت ډلې داعش تر ولکې لاندې دی.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي تل ابيض د داعش ډلې لپاره خورا زيات ستراتيژيک اهميت لري.

داعش جنګيالي له دغه سرحدي ښار نه چې د سوريې او ترکيې پر ګډه پوله پروت دی رقه ښار ته چې د دغې ډلې مرکز دی د تګ راتګ کار اخلي.

د کردي جنګياليو له دغو پرمختګونو سره هممهاله ملکي وګړي د جګړې له وېرې له سيمې وتلي او د ترکيې پولو ته رسېدلي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د سوريې د بشري حقونو څار ډلې ويلي هغه راپورونه چې دوی ترلاسه کړي ښي چې لا هم کردي جنګيالي ښار ته نه دي ننوتي

ويل کېږي د دغو بېځايه شويو کورنيو ځينې يې د ترکيې له پولو تېر شوي او د دغه هېواد خاروې ته ور اووښتي دي.

د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو الوتکې د کردي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

د سوريې د بشري حقونو څار ډلې د کردي ځواکونو د پرمختګونو ترڅنګ دا هم ويلي، چې دغه جنګيالي د تل ابيض ښار سويل ختيځې دروازې ته رسېدلي دي.

دوی وايي هغه راپورونه چې دوی ترلاسه کړي ښي چې لا هم کردي جنګيالي ښار ته نه دي ننوتي.

ورته مطالب