د امريکا هوايي بريد کې لوړپوړی اسلامپالی وژل شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption مختار بالمختار وروسته له هغه نوم پيدا کړ چې په ۲۰۱۳ کال کې يې په الجريا کې د ګازو پر تاسيساتو د بريد پر مهال ۸۰۰ کسان يرغمل کړل

چارواکي وايي هغه لوړپوړی اسلامپالی چې دوه کاله وړاندې يې د الجزاير د ګازو په تاسيساتو کې د مرګوني بريد امر ورکړی و په ليبيا کې د امريکا په يوه هوايي بريد کې وژل شوی دی.

د ليبيا د حکومت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي مختار بالمختار او نور جنګيالي په ختيځ ښار اجدبيه کې د الوتکې په يوه بريد کې وژل شوي دي.

متحد ايالتونو د مختار په نښه کول تاييد کړي، خو دا يې نه دي ويلي چې هغه دې په بريد کې وژل شوی وي.

پنټاګون دا يو بريالی بريد بللی او چارواکي لا هم د دغه هوايي بريد له امله د اووښتو زيانونو پايلې ارزوي.

د مختار بالمختار د مړينې په اړه مخکې هم څو ځله ناسم راپورونه خپاره شوي وو.

بالمختار د الجزایر دی او وړاندې د القاعدې د المغرب اسلامپالې څانګې يو لوړپوړی غړی و، خو وروسته يې دغه شبکه پرېښوده او ځانته يې نور جنګيالي پيدا کړل.

ده وروسته له هغه نوم پيدا کړ چې په ۲۰۱۳ کال کې يې په الجريا کې د ګازو پر تاسيساتو د بريد پر مهال ۸۰۰ کسان يرغمل کړل.

په دغه بريد کې د بهرنيانو په ګډون ۴۰ کسه ووژل شول چې شپږ يې بريتانويان او درې يې امريکايان وو.

دغه مهال متحد ايالاتو پر مختار د ترهګرۍ تورونه ولګول او چارواکو وويل دوی باوري دي چې هغه د لويديځ ګټو ته يو ګواښ دی.

د ليبيا حکومت وايي دغه هوايي بريد له متحد ايالاتو سره له سلا مشورې وروسته شوی او د حکومت له لوري په وينا پاڼه کې راغلي چې پايله يې د مختار بالمختار وژنه وه.

ليبيا له ۲۰۱۱ کال راوروسته چې معمر قذافي په زور له واکه لرې کړای شو له ګډوډۍ سره مخامخ ده.

ورته مطالب