د سوډان غوښتل شوی ولسمشر خرطوم ته رسېدلی

د انځور حقوق AP
Image caption سوډان د ښاغلي بشیر د نیولو هڅه "ناقصه او بې معنا" ګڼلې ده.

د سوډان ولسمشر عمر البشیر له سوېلي افریقا نه خرطوم ته رسېدلی، مخکې له دې چې د محکمې له خوا پرې له سوېلي افریقا د وتلو بندیز ولګېږي او داسې مهال چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې یې د نیولو امر تر کتنې لاندې و.

پر ښاغلي بشیر د جرمونو نړیواله محکمې د جنګي جرمونو تورونه لګولي دي.

نوموړی د افریقايي اتحادیې یوې سرمشریزې کې د ګډون لپاره د سوېلي افریقا جهانسبرګ ښار ته تللی و.

د جرمونو نړیوالې محکمې یوه چارواکي وویل د ښاغلي بشیر نه نیول کېدل "نهیلې کونکې" ده.

بل خوا د سوېلي افریقا یوه قاضي ډنسټن لمبو ویلي د ښاغلي بشیر نه نیول کېدل د دغه هېواد له اساسي قانونه د سرغړاوي په معنا دی.

خو سوډان د ښاغلي بشیر د نیولو هڅه "ناقصه او بې معنا" ګڼلې ده.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم غندور د خرطوم په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل د محکمې امر د سوډان پر خپلواکۍ برید دی.

د سوډان پر ولسمشر د دارفور په جګړه کې د جنګي جرمونو، د بشر ضد جرمونو او ټولوژنې تورونه لګول شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ملګري ملتونه وايي په ۲۰۰۳ کال کې د جګړې له پیل راهیسې سوډان کې څه دپاسه ۱،۴ میلیون وګړو خپل کورونه خوشې کړې دي.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۰۳ کال کې د جګړې له پیل راهیسې سوډان کې شاوخوا ۳۰۰ زره خلک وژل شوي دي. باور دی څه دپاسه ۱،۴ میلیون وګړو خپل کورونه خوشې کړې دي.

پر حکومتي ځواکونو او د عربي ملېشه و پر ایتلاف تور دی چې د یاغیانو پر وړاندې جګړه کې یې تور پوستي افریقايي ملکي وګړي په نښه کړي دي.

د سوېلي افریقا په پرېټوریا کې د بي بي سي خبریاله نومسا مسیکو وايي، داسې نه ښکاري چې ګواکې پر سوېلي افریقا به ښاغلي بشیر ته د وتلو فرصت ورکولو له کبله بندیزونه ولګول شي، سره له دې چې د محکمې یوې پرېکړې د نوموړي وتل منع کړي وو.

تر دې مخکې یو شمېر افریقايي هېوادونو د جرمونو له نړیوالې محکمې سره همکاري نه ده کړې. پر دغې محکمې تور دی چې د افریقايي هېوادونو له مشرانو سره توکمیز او توپیري چلند کوي.

اغلې مسیکو وايي اوسني حالاتو ته په پام سره، داسې ښکاري چې ښاغلی بشیر د افریقايي اتحادیې په ملاتړ له سوېلي افریقا وتلی دی.

د دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وویل د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا په قانوني ډول د ښاغلي بشیر د نیولو پرېکړه باید د هغو هېوادونو له خوا عملي شوې وای چې د دغې محکمې پر قوانینو او پرېکړو یې لاسلیک کړی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې د یوه غړي په توګه، سوېلي افریقا اړ ده هر هغه کس ونیسي چې دغه محکمه پرې تور لګوي.

ورته مطالب