اروپا کې د کډوالو وېش پر سر خبرې کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption دا وروستیو کې د بحري ځواکونو کښتیو زرګونه دغه ډول کسان له ډوبېدو ژغورلي دي

د اروپايي هېوادونو د کورنیو چارو وزیران د مدیترانې له لارې هر کال اروپا ته د تلونکو لسګونو زرو کډوالو موضوع پر سره خبري کوي.

د لکسمبرګ د خبرو مهمه موضوع به د اروپا ټولو ۲۸ غړو هېوادونو تر منځ په برابره توګه د پناه غوښتونکو وېشل وي.

دغه کړکېچ د مالټا، یونان او ایټالیا پر وسایلو کشمکش ډېر کړی دی.

خو د شمالي او ختیځې اروپا یو شمېر هېوادونه غواړي کډوال هغو هېوادونو تګ ته باید اړ نه شي، چې دوی ورتګ نه غواړي.

میدیترانې کې د سږ کال له پیله تر اوسه ۱۸۰۰ کډوال وژل شوي دي، چې دا د تېر کال د همدومره مودې پرتله ۲۰ برابره زیاتوالی ښيي.

دغه اکثر کډوال له بحران ځپلې لیبیا نه په ناتوانه، کوچنیو کښتیو کې له وړتیا ډېرو کسانو کېناستو له کبله سمندرونو کې ډوب شوي دي.

دا وروستیو کې د بحري ځواکونو کښتیو زرګونه دغه ډول کسان له ډوبېدو ژغورلي دي، خو اروپا ته د ناقانونه کډوالو ورتګ مخنیوي او د انسانانو قاچاقبر شبکو له منځه وړلو په باب لا هم کومه پرېکړه نه ده شوې.

د ایټالیا بي پلان

ایټالیا او یونان چې تر اوسه یې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان ساحلونو ته رسېدلي دي، ټینګار کوي، چې باید نور اروپايي هېوادونه ورسره دغه 'بار 'ته اوږه ورکړي.

ایټالیا حکومت د نویو رسېدونکو کسانو پر برابر ویش او دغه راز ' د مالي ستونزو ' له کبله د کډه شویو کسانو په بېرته ستنولو ټینګار کوي.

اروپايي کمېسیون وايي دوی د بشري ناورین مخنیوي او د کډوالو موضوع د حل لپاره کوټلي اقدامات کول غواړي.

کمېسیون غواړي له ایټالیا نه ۲۴۰۰۰ او دغه راز له یونان نه ۱۶۰۰۰ نوي رسېدلي کسان نورې اروپا ته ولیږدوي.

دغه راز به د ۲۰ زره هغو کډوالو، چې ډېری یې د سوریې اوسېدونکي دي او دا مهال د ترکیې، لبنان او اردن کمپونو کې اوسي د بیا ودانولو لپاره وړاندیز وشي.

بل لور ته فرانسه او جرمني چې ښايي د دغه ( ونډې ) نژدې ۳۰ سلنه به ورته په برخه ورسیږي، د ' مناسب وېښ ' غوښتنه کوي.

پولنډ بیا له اجباري ونډې اخیستو سره مخالفت کړی او وايي دا په غړو هېوادونو پورې اړوند ده، چې خپله پرېکړه وکړي.