یمن کې د القاعدې مشر د امریکا په هوايي برید کې وژل شوی

د انځور حقوق AP

القاعدې ډلې منلې چې په عربي ټاپو وزمه کې د دوی مشر ناصرالوحیشي په یمن کې د امریکا متحده ایالتو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د الوحیشي مړینه د القاعدې عربي ټاپو وزمې ډلې په یوه انلاین ویډیو کې اعلان کړه.

د القاعدې عربي ټاپو وزمې ډله چې په یمن کې فعالیت لري، په یو شمېر هغو بریدونو کې تورنه ګڼل شوې، چې د امریکا متحده ایالاتو پر ضد ترسره شوي دي.

پر دغې ډلې د ۲۰۰۹ کال دسمبر کې په یوې مساپر وړونکې الوتکې کې د چاودنې د هڅې تور هم لګول شوی دی.

په دغې الوتکې کې چې ۲۹۰ سپرلۍ یې درلودې، په ادعا شوي ډول برید کوونکو هڅه کړې وه چې د کالیو لاندې ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي خو بریالي شوي نه وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د الوحیشي په اړه د مالوماتو په بدل کې د لس میلیون ډالرو جایزه اعلان کړې وه.

تېره اوونۍ د امریکا ځینو خبري سر چینو ویلي وو، ناصر الوحیشي د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) له خوا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی خو د دغه هېواد حکومتي ادارو دغه خبر نه و تاید کړی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د الوحیشي مړینه د القاعدې عربي ټاپو وزمې ډلې په یوه انلاین ویډیو کې اعلان کړه.

الوحیشي چې باور دی ۳۰ کلن و، د القاعدې دوهم تر ټولو مهم مشر ګڼل کېده او یو مهال د اسامه بن لادن شخصي سکرتر هم و.

ویل کېږي نوموړی "د هدفونو د منظورۍ، د نویو غړو ګومارلو، د روزنې او بریدونو سمبالولو په موخه د سرچینو وېشلو او د بریدونو ترسره کولو لپاره د کسانو ټاکلو مسولیت درلود".

الوحیشي چې یمنی و، په ۱۹۹۰ کلونو کې افغانستان ته هم سفر کړی و، هلته یې روزنه لاسته راوړه او د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې یې د تورې بورې په جګړه کې برخه واخیسته. وروسته یې بیا ایران ته پښې سپکې کړې.

ایران کې ونیول شو، یمني چارواکو ته وسپارل شو او هلته په ۲۰۰۶ کال کې تر تېښتې په بند کې و.

د نوموړي ځای ناستی قاسم الریمي هم یمنی دی او په ۱۹۷۹ کال کې زېږېدلی دی.

په یمن کې د القاعدې ډلې اورپکو د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي په مشرۍ د هوايي بریدونو له کبله ځینې سیمې او بنسټونه هم نیولي دي.

ورته مطالب