"د فلسطین اېتلافي حکومت استعفا کوي"

د انځور حقوق EPA
Image caption د فلسطین ولسمشر محمد عباس خپل ګوند الفتح ته ویلي، چې کابینه به منحل شي

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي، چې پر غزې د کنترول مسالې پر سر د فلسطین اېتلافي حکومت استعفا کوي.

نوموړي خپل ګوند الفتح ته ویلي، چې کابینه به منحل شي، ځکه چې وايي مخالف ګوند حماس په غزه کې دوی فعالیت ته نه پرېږدي.

غزه دا مهال د حماس کنترول کې ده.

اېتلافي حکومت کابینې تېره کال جون میاشت کې لوړه کړې وه اوړ هدف يې د اردن پر لویدیځه غاړه د واکمن الفتح ګوند او په غزه کې د واکمن حماس ترمنځ شته واټن له منځه وړل و.

دواړو ګوندونو د ۲۰۰۶ کال له ټاکنو وروسته په خپلو سیمو کې بېل بېل په کورواکه ډول حکومت کاوه، حماس په ټاکنو کې بریا خپله کړې وه او له غزې یې الفتح ۲۰۰۷ کې بهر کړی و.

د بي بي سي خبریال یولیندې نیل وايي: که څه هم الفتح او حماس پر تکنوکرات حکومت رسمي رضایت ښودلی خو د دوی ترمنځ ژور اختلاف موجود دی چې له کبله یې دولت فلج شوی دی.

زموږ خبریال وايي، الفتح پر حماس غزه کې د یوه خپلواک اسلامي دولت د جوړولو په هڅو تورنوي، خو حماس بیا وايي، چې الفتح د بایلود له ویرې له ټاکنو تښتي.

بل خوا اسرائیل وايي، چې د حماس ملاتړي اېتلافي حکومت سره خبرو ته چمتو نه دي، ځکه وايي دوی د اسراییلو له منځه وړلو لوړه کړې.

ورته مطالب