د زړه ناروغۍ خطر کمولو سره د چاکلېټو تړاو

د انځور حقوق Thinkstock

د ورځې منځنۍ کچې چاکلېټ خوراک د زړه ناروغيو او سکتو کموالي سره تړل شوی دی.

د ابردين پوهنتون کارپوهانو د منځني او زاړه عمر ۲۰ زره خلکو د خوړو عادتونه کتلي دي.

دوی دې پايلې ته رسېدلي هغوی چې د ورځې یې تر يوې وړې ټوټې پورې چاکلېټ خوړلي، ۱۱ سلنه يې د زړه رګونو بندېدو ناروغۍ او ۲۳ سلنه د سکتې خطر کم شوی دی.

خو څېړونکو خبرداری ورکړی چې دا د دې ثبوت نه دی چې چاکلېټ مو روغ ساتي.

د څېړنې موندنې چې د بريتانيا طبی جورنال "هارټ" کې خپرې شوې، د اېپېک نورفولک په نامه څېړنې پر معلوماتو ولاړې دي، چې د بريتانيا ختيځ نورفولک سيمه کې يې د ۲۵ زره ښځو او نارينه وو، پر اوږدمهاله روغتيا د خوړو نظام اغېز څارلی و.

د ابردين څېړونکو د چاکلېټو او زړه رګونو بندېدو ناروغۍ ترمنځ د تړاو پر بېلګو هم چې پخوا خپرې شوې، بيا غور کړی دی.

د ابردين پوهنتون طبي څانګې پروفيسور پيو مينټ بي بي سي ته ويلي "دا د څار يوه څېړنه ده، ځکه يې نو د لامل او اغېز اړيکه نه شو بللی. موږ په ډاډ نه شو ويلی چې د دغو ګټو تر شاه څه دي."

د څېړنې پنځو ګډونوالو ترمنځ يوه یې ويلي هېڅ چاکلېټ یې نه دي خوړلي، خو د نورو ترمنځ يې بيا په ورځني ډول شوخوا ۷ ګرامه او ځينو نورو بيا تر ۱۰۰ ګرامو پورې چاکلېټ خوړلي وو.

هغوی چې ډېر یې خوړلي ځوان ښکارېدل، کم وزنه وو، د ملا نرۍ کچه او د وينې ټيټ فشار يې درلود، د شکر ناروغۍ شونتيا يې کمه او منظم بدني فعاليت يې کاوه.

د ډېرو چاکلېټو خوراک د ډېرې انرژۍ اخيستلو او له داسې خوراکي نظام سره تړلی چې ډېر غوړ او کاربوهايډرېټ او کم پروټين او الکول په کې وي.

څېړونکو دې ته هم اشاره کړې، چې تور چاکلېټ تر ډېره ويل کېږي چې د شيدو له چاکلېټو ډېرې ګټورې اغېزې لري.

ورته مطالب