د چارلسټن برید ګر نیول شوی، د وسلې ساتلو پر حق بیا بحثونه

د انځور حقوق
Image caption ډېلن د لیګزنټن نومي سیمې اوسېدونکی دی او پولیسو له پېښې څو ساعته وروسته نوموړی د شمالي کارولینا سیلبي نومي سیمې کې نیولی.

د امریکا رسنۍ وايي هغه ۲۱ کلن مشکوک کس نیول شوی چې د دغه هېواد د ساوت کرولینا ایالت د افریقايي توکمو په یوه تاریخي کلیسا کې یې نهه کسان په ډزو ووژل.

د راپورونو له مخې، دغه کس چې ډېلن سټارم نومول شوی له پېښې نږدې ۱۳ ساعته وروسته د شمالي کرولینا په سیلبي کې نیول شوی دی.

پولیسو وویل دغه وسله وال تقریبا تر یوه ساعته په هغه خونه کې ناست و چې انجیل په کې لوستل کېده او بیا یې ډزې پیل کړې چې پایله کې یې شپږ ښځې او د کلیسا د پادري په ګډون درې سړي ووژل شول.

ډېلن د لیګزنټن نومي سیمې اوسېدونکی دی او پولیسو له پېښې څو ساعته وروسته نوموړی د شمالي کارولینا شیلبي نومي سیمې کې ګلونو یوه پلورنکي له معلوماتو ورکولو وروسته نیولی.

د انځور حقوق AP
Image caption امریکا کې دغه کلیسا د افریقايي توکومو امریکايي عیسویانو له لرغونو عبادت ځایونو یوه ده

خو نوموړی اوس بېرته چارلسټن ته لېږدول شوی دی.

د سویلي کارولینا د افریقايي الاصله امریکایانو دغه کلیسا کې د تېرې ورځې له وژنو وروسته، چې پکې د شپږو مېرمنو په ګډون نهه کسان ووژل شول، امریکا کې وسلو ته د لاسرسي په اړه بیا بحث راپورته شوی دی.

بل لور ته د هېواد لر او بر کې د وژل شویو کسانو لپاره د خواخوږۍ مراسیم تر سره کېږي.

بل لور ته راتلونکو ټاکنو کې د دیموکراتانو له لوري د کاندید په توګه د نومول کېدو مخکښې کاندیدې، هیلري کلینټن ویلي، چې امریکا باید د توکمپالنې، وسلو او تاوتریخوالي لړ کې له سختې رښتینولي سره مخامخ کېدو ته اړتیا لري.

د پنجشنبې په ورځ یوې ټاکنیزې غونډې ته وینا کې نوموړې وویل:

'راتلونکو ورځو کې به موږ دا پوښتنه راپورته کړو، چې د دغې غمجنې پېښې لامل څه و او د یوه ملت په توګه باید څه وکړو؟

د نوموړې په وینا:

' په دغې مسالې د پوهیدو لپاره باید له رښتینولۍ کار واخلو، موږ باید د توکم، زورزیاتي، وسلو او وېش لړ کې باید سختې رښتینولۍ سره مخامخ شو. '

د انځور حقوق Charleston Police Dept
Image caption پولیسو وویل دغه وسله وال تقریبا تر یوه ساعته په هغه خونه کې ناست و چې انجیل په کې لوستل کېده

د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم امریکا کې د وسلې ساتلو په اړه د خبرو پر مهال ویلي، چې دغه ډول ټولنیز قشرونه مخکې له دغه ډول خواشنیونکو پېښو سره مخامخ شوي دي.

د نوموړي په وینا ' امریکایان به کله نا کله دغه مساله له داسې واقعیت سره حلوي، چې نورو پرمختللو هېوادونو کې د ژونو پېښې دغه ډول پرلپسې توګه نه رامنځته کېږي.'

د اوباما په خبره ده او مېرمنې یې د ایمنوئیل افریقن میتهوډسټ کلیسا مشر په شمول یو شمېر غړي شخصاً پېژندل.

امریکا کې دغه کلیسا د افریقايي توکومو امریکايي عیسویانو له لرغونو عبادت ځایونو یوه ده.

د امریکايي چارواکو په وینا، دغه ډزې د پېښې د سیمې د ځايي مهال سره سم د شپې نژدې نهه بجې دا سې مهال شوې، چې په کلیسا کې خلک د یوې غونډې لپاره را ټول شوي وو.

له ډزو وروسته سملاسي پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او د برید کوونکي د لټولو لپاره یې هوايي څارنه هم پیل کړه.