داعش په صنعا کې مسجد سره نږدې د بريد پړه منلې

د انځور حقوق Reuters

صنعا کې د حوثيانو مسجد سره نږدې بم چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د اسلامي دولت ډلې په قبة المهدی مسجد د بريد پړه منلې ده. همدارنګه دغې ډلې د هغو بريدونو چې ۲۰ کسان په کې وژل شوي وو پړه پر غاړه اخيستې ده.

اسلامي دولت ډلې د مارچ مياشت کې د حوثيانو پر ګڼو مسجدونو بريدونه کړي چې له ۱۳۰ زيات کسان په کې وژل شوي دي.

د جمعې پر ورځ د يمن په کړکېچ د ښکېلو غاړو ترمنځ خبرې چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په جينوا کې ترسره کېدې بې له کومې نتيجې پای ته ورسېدې.

د سعودي پر مشرۍ د اېتلافي ځواکونو هوايي بريدوند لا دوام لري.

دوی وايي دغه بريدونه د حوثي ياغيانو په شاتمبولو او د ولسمشر عبد ربه منصور هادي قدرت ته د رسېدلو لپاره کوي.

سعودي عربستان او ايتلافي ځواکونو يې د مارچ پر ۲۶ يمن کې د حوثي ياغيانو پر وړاندې هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په يمن کې له ټولو غاړو غوښتي چې بې له کوم قيد او شرط د سولې خبرې پيل کړي.

ياغيانو، ولسمشر منصور هادي د يمن له پلازمېنه صنعا په تېښته مجبور کړ او اوس مهال سعودي کې اوسېږي.

د ملګرو ملتونو په وينا يمن کې د روانې جګړې له کبله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۲۲۰۰ کسان وژل شوي او شاخوا ۱۰۰۰۰ ټپيان شوي دي.

ورته مطالب