"یونان باید له خپلو پور ورکوونکو سره جوړجاړی وکړي"

د انځور حقوق b

د جرمني لومړۍ وزیره انګېلا مېرکل وايي، د دوشنبې په ورځ به د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډه به د یونان د پور کړکېچ یوازې په هغه صورت کې اوار کړي، چې یونان له خپلو پور ورکوونکو سره لومړی جوړجاړی وکړي.

مېرمن مېرکل په برلین کې یوې غونډې ته وویل، چې له دغسې یوه جوړجاړي پرته به دا غونډه یوازې د یوې مشورې بڼه ولري.

تر دې وړاندې د اروپا مرکزي بانک د یونان له بانکونو سره اضافه بېړنۍ مرسته وکړه، ځکه چې په روانه اونۍ کې له یوناني بانکونو نه د کنګالېدو له وېرې تر څلورو میلیاردو یورو ډېرې پیسې ویستل شوې دي.

بل خوا د یورو زون ډلې مشر ویلي، یونان "وروستی فرصت" لري، چې د پورونو بحران په باب له نړیوالو پور ورکونکو سره یوې هوکړې ته ورسیږي.

د یونان پورونو بحران هواري لپاره د یوروزون مشرانو بېړنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ راغوښتل شوې ده.

لکسمبرګ کې د یونان مسالې په تړاو یورو زون هېوادونو اقتصاد وزیرانو له غونډې وروسته د یوروزون ډلې مشر جیرون ډیشیبلوم، ویلي، چې یونان باید راتلونکو ورځو کې باوري وړاندیزونه وکړي.

د یونان د پورونو په اړه د یورو زون مشرانو غونډه د دوشنبې په ورځ بلله شوې ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption یانس په دې باور دی چې دا یې د هېواد اخلاقي او سیاسي مسوولیت دی، چې د پورونو بحران لړ کې له نړیوالو پور ورکونکو سره یوې هوکړې ته ورسیږي

د نوموړي په وینا، د یونان مالي مرستې مودې پای نژدې دی او وايي، دا به د روانې میاشتې وروستیو کې پای ته ورسیږي. د یورو زون هېوادونو اقتصاد وزیرانو پنجشنبې(جون ۱۸) لکسمبرګ کې د یونان مالي مرستې پروګرام په اړه د خبرو لپاره یوه غونډه وکړه. د یونان اقتصاد وزیر یانس وروپاکس ویلي و، دا یې د هېواد اخلاقي او سیاسي مسوولیت دی، چې د پورونو بحران لړ کې له نړیوالو پور ورکونکو سره یوې هوکړې ته ورسیږي.

خو نوموړی دا هم زیاته کړې وه، چې د پنجشنبې ورځې(جون ۱۸) لکسمبرګ غونډې کې د دغې ستونزې د سملاسي هواري کومه هیله نه شته.

ورته مطالب