کردي ځواکونو له اسلامي دولت ډلې "مهمه پوځي اډه نیولې"

Image caption د کردي ځواکونو یوه ویاند رېدور خلیل وویل دوی د ۹۳ لوا اډې بشپړ کنترول لاسته راوړی دی.

د سوریې په شمال کې کردي ځواکونه وايي دوی له اسلامي دولت ډلې د رقې ښار شمال لور یوه مهمه پوځي اډه نیولې ده.

د دغې اډې نیولو لپاره په شوې جګړه کې د امریکا په مشرۍ هوايي بریدونو او نورو یاغي ډلو د کردي ځواکونو ملاتړ کاوه.

دا پرمختګ څو اوونۍ وروسته له هغه مخې ته راځي چې کردانو د سوریې او ترکیې پر پوله یوه مهمه سیمه د اسلامي دولت ډلې له اورپکو ونیوله چې ورسره د دغې ډلې یوه اکمالاتي لاره هم وتړل شوه.

د کردي ځواکونو یوه ویاند رېدور خلیل وویل دوی د ۹۳ لوا اډې بشپړ کنترول لاسته راوړی دی.

رېدور خلیل زیاته کړه کردي ځواکونه اوس د عین عیسی ښارګوټي ته چې له رقه ښار یوازې ۵۰ کیلومتره لرې دی، نږدې شوي دي.

نوموړي وویل: "دوی (اسلامي دولت ډلې) ماته خوړلې ده".

د بریتانیا د فعالانو یوې ډلې (د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې) ویاند رامي عبدالرحمان وویل د اسلامي دولت ډلې د دفاع کرښې "د رقه ښار تر دروازو رسېدلې دي".

د انځور حقوق AP
Image caption د رقې ښار په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې لپاره د قدرت او واک مهمه سیمه ده.

تېره اوونۍ د تل ابیض سیمې لاندې کولو کردانو ته فرصت ورکړ چې د ترکیې پر پوله نورې نیول شوې سیمې، په ختیځ کې له عراقي سیمو نیولې بیا په لوېدیځ کې تر کوباني، سره ونښلوي.

خو د جګړې له کبله زرګونه ملکیان اړ شوي ګاونډي هېواد ترکیې ته وتښتي.

شنونکو ویلي تل ابیض د اسلامي دولت ډلې لپاره له پولو د اوښتو یو تر ټولو مهمه سیمه وه.

د رقې ښار په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې لپاره د قدرت او واک مهمه سیمه ده.

دغې ډلې په سوریه او عراق کې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د خلاف اعلان کړی دی.

ورته مطالب