پاکستان: د ګرمۍ له کبله د مړو کسانو شمېر ۴۵۰ ته ورسېد

د انځور حقوق AFP
Image caption د سخت تاوده موسم له کبله ډېری ښاریان په یوه جومات کې ارام کوي

د پاکستان لومړي وزیر میان نوازشریف له هغه وروسته، چې د دغه هېواد په سند ایالت کې د سختې ګرمۍ له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۴۵۰ واښت د بیړنیزو اقدامونو کړی.

بېړنیز حالت کې د غبرګون پاکستاني ادارې' این ډي ایم اي ' چارواکي وايي د لومړي وزیر له لوري یې امر تر لاسه کړی، چې دې لړ کې چټک ګامونه پورته کړی.

د دغې ادارې چارواکي وايي د ګرمۍ له کبله د اغیزمنو کسانو سره مرستې لپاره پوځیان هم ګومارل شوي دي.

له دې مخکې د سند ایالت ځايي چراواکو ویلي و، چې د سختې موسمي ګرمۍ له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۴۵۰ کسانو ته رسېدلی او لسګونه کسان روغتونونو کې بستري دي، چې وايي روغتیايي حالت یې خواشینونکی دی.

د ایالتي حکومت روغتیا سکرتر سعید منګینجو له بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه، چې د کراچۍ ښار څلورو لویو روغتونونو کې د مړه شویو کسانو شمېر نژدې ۳۰۰ کسانو ته رسیږي او وايي د نورو روغتونونو په هکله لا هم معلومات نه لري.

د عامې روغتیا ادارو په وینا ډېری کسان په کراچۍ ښار کې مړه شوی دي، چې وايي دغه ښار کې دا وروستیو کې د تودوخې درجه ۴۵ ته رسېدلې وه.

کراچې کې له دې مخکې ۱۹۷۹ کال کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په حساب ۴۷ درجو ته رسېدلې وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption روغتیا پالان وايي ډېر کسان د تاوده باد لګېدو له کبله د بې هوښۍ حالت کې دوی ته وروړل شوي

د ښاغلي سعید په وینا د سند په جیکب اباد او شکارپور سیمو کې درې، درې او په لاړکانه کې دوه کسان د ګرمۍ له کبله مړه شوي دي.

د ځايي روغتون مشرې سیمي جمال په خبره ډېری مړه شوي کسان د پاخه عمر دي، چې وايي د تاوده باد لګېدو له کبله بې هوښه حالت کې روغتون ته راوړل شوي وو، چې تبه یې وه او په وجود کې یې اوبه لږ شوې وې.

د نوموړې په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې روغتون ته نژدې ۳۰۰۰ کسان وروړل شوي دي، چې وايي لږ تر لږه د ۲۰۰ ناروغانو حالت د اندېښنې وړ دی.

هغې زیاته کړه، چې د دوشنبې له ماښامه راهیسې د ورتلونکو ناروغانو شمېر لږ شوی دی.

د کراچۍ ښار په ځینو سیمو کې د باران له کبله د ګرمۍ زور مات شوی، خو وايي ورسره حبس ډېر شوی دی.

بل لور ته د برېښنا پرچاوۍ پر ضد د احتجاجونو له کبله د برېښنا ځايي چارواکو ویلي، چې دوی د بیا رغاونې په لړ کې له ستونزو سره مخامخ دي.