کراچۍ کې د ګرمۍ له کبله د مړو شویو شمېر له ۱۱۰۰ اوښتی

د انځور حقوق EPA
Image caption د ښار ډېری مړستونونه له مړیو ډک دي، چې له کبله یې د نویو مړیو ساتنې ستونزه پیدا شوې

د پاکستان کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۴۰ ته رسېدلی دی. بل لور ته د سند ایالت په نورو سیمو کې هم ویل کېږي، چې له ۳۰ ډېر کسان د ګرمۍ له کبله مړه شوي دي.

له څلورو ورځو سختې ګرمۍ وروسته اوس ویل کېږي، چې کراچۍ ښار کې د هوا تودوخه لږ شوې ده، خو لا هم روغتونونه له جل وهلو ډک دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سند ایالت په حیدراباد، ټهټه، جیکب اباد او شکارپور سیمو کې هم د ګرمۍ له کبله تر ۳۰ ډېر کسان مړه شوي

د بي بي سي ځايي خبریال په وینا لا هم د ښار په روغتونونو کې د یو شمېر کسانو روغتیايي حالت خواشینونکی دی. د کراچۍ جناح روغتون مشره سیمي جمال وايي یوازې همدې یوه روغتون کې ۳۲۹ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان ملي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د سند ایالت په حیدراباد، ټهټه، جیکب اباد او شکارپور سیمو کې هم د ګرمۍ له کبله تر ۳۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل کېږي، چې کراچۍ ښار کې تر ۴۰ زرو پورې کسان د موسم تودوخې له کبله اغیزمن شوي دي.

کراچۍ کې د برېښنا پرلپسې پرچاوي هم د مړینو یو لامل بلل کېږي. د پاکستان په فدرالي اسمبلۍ کې د مخالف ګوند مشر خورشید شاه وايي که د برېښنا پرچاوي ستونزه نه وای، ښايي دومره ډېر خلک د ګرمۍ شدت له کبله نه وای مړه شوي.