امریکا: چین ته ویل شوي، چې انټرنیټي بریدونه د زغملو نه دي

د انځور حقوق AP
Image caption د ښاغلي کېري په وینا امریکایانو په څرګنده ویلي، چې دا د منلو وړ نه دي

د امریکا او چین تر منځ له دوو ورځنیو خبرو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د چین انټرنېټي فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د سپینې ماڼۍ په وینا ولسمشر اوباما له چین نه غوښتي، چې د دغو اندېښنو کمولو لپاره رغنده اقدامات وکړي. متحدو ایالتونو له دې مخکې پر چین د حکومتي او سوداګریزو انټرنیټي پاڼو هېک کولو کې لاس درلودو تورونه پورې کړي دي.

د روانې میاشتې لومړیو کې پر چینایانو داسې تور هم و، چې ګواکې د پخوانیو او اوسنیو څلورو میلیونو فدرالي مامورینو کمپیوټري ریکارډ ته ننوتي دي.

واشنګټن کې د خبرو له پای ته رسېدو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل، اوس به دواړه هېوادونه د یوې ګډې انټرنیټې تګلاري رامنځته کولو لپاره کار وکړي:

' په دې هکله هم غور وشو، چې ایا د حکومت له لوري پر دغو کړنو بندیز و او که نه او دا چې ایا دا داسې هېکران دي او افراد دي، چې حکومت یې قانوني تعقیب کولای شي او که نه، د انټرنیټي غلاوو په تړاو صادقانه خبرې وشوې، هېڅ ډول تورونه پکې نه دي لګول شوي، هېڅ ډول ګوتڅنډنه پکې نه وه.'

د ښاغلي کېري په وینا امریکایانو په څرګنده ویلي، چې دا د منلو وړ نه دي:

د انځور حقوق AP
Image caption خبرو کې د چیني حکومت شامل سلاکار یانګ جیچي، ویلي، چې امریکا باید واقعیتونو ته درناوی وکړي

' موږ په دې اړه کار کوو، چې د ټولو هېوادونو چلند باید څنګه وي او په ځانګړې توګه موږ په دې اړه کار کوو، چې د دوه اړخیزو اړیکو په تناظر کې باید څنګه د دغو مسایلو حل لپاره کار وشي. '

چین درې اونۍ مخکې د امریکا د شخصي مدیریت پر دفتر ( او پي ایم ) انټرنیټې برید کې لاس درلودل په کلکه رد کړي دي.

د چیني حکومت سلاکار یانګ جیچي، واشنګټن کې د خبرو پر مهال وویل:

'امریکا باید واقعیتونو ته درناوی وکړي '

د نوموړي په وینا چین د هېکرانو خلاف عملیات کوي او د انټرنیټي خوندیتوب مسایلو لړ کې له امریکا سره همکارۍ ته چمتو دي.

د سږ کال په لومړیو کې چینایانو د امریکا روغتیايي بیمه کارو ډیټا غلا کولو کې لاس درلودل هم رد کړي و.

د سپینې ماڼۍ په وینا ولسمشر اوباما د سویلي چین سمندر کې ډېرېدونکي شتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې، خو دواړو لوریو د بحري خوندیتوب، غیر قانوني کب نیولو او موسمي بدلونونو په شمول د جوړ جاړي په مواردو ټنګار کاوه.