د فرانسې برید سیمه کې 'سرپرې شوی' مړی موندل شوی

د انځور حقوق AFP

فرانسوي رسنیو ویلي،‌ یوه یا ډېرو کسانو د هېواد په ختیځ‌کې ګرونوبل ته نژدې پر یوې فابریکې برید کړی دی.‌

ویل کېږي یو نیول شوی برید کوونکی نژدې دېرش کلن دی، چې د فرانسې د ترهګرۍ ضد ځواکونو لپاره یو پېژندل شوی تن دی.‌

د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوال پوه یوه ویناپاڼه کې ویلي، لومړنۍ څېړنې پیل شوې، چې په وینا یې دا یو "ترهګریز برید" دی.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډه پرېښې ده او فرانسې ته ستون شوی دی.

د فرانسې لومړي وزیر مانویل والس هم سوېلي افریقا ته د سفر په اوږدو کې امر کړی، چې د فرانسې په حساسو سیمو کې دې د امنیت د ټینګښت لپاره ځانګړي ګامونه واخیستل شي.‌

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنار سزانوو هم د برید سیمې ته تللی.‌

د فرانسې خبري اژانس د یوې قضايي سرچینې له قوله ویلي "یو یا څو برید کوونکي په موټر کې یوې فابریکې ته ننوتي او بیا چاودنه شوې ده".‌

"یو سرغوڅی مړی هم فابریکې ته څېرمه موندل شوی خو تر اوسه نه پوهېږم آیا دا مړی له بل ځایه دلته راوړل شوی او که څنګه".

د سرچینې په وینا،‌ د یاد مړي سر په یوه ټوټه کې نغښتل شوی، چې پرې "عربي توري" لیکل شوي او د فابریکې پر وره ځړول شوی دی.‌

د انځور حقوق AFP

فرانسوي رسنیو د یوه تن د نیول کېدو او لږترلږه د یوه بل د وژل کېدو او‌ یوشمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دا برید نژدې شپږ میاشتې تر هغه برید وروسته شوی، چې پاریس کې یې ۱۲ کسان ووژل او بیا په عملیاتو کې د ټول ټال وژل شویو شمېر ۱۷ ته ورسېد.

ورته مطالب