ټونس کې د سمندر پر غاړه برید کې "۲۷ کسان وژل شوي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برید کې ګڼ کسان ټپیان شول.

د ټونس د کورنیو چارو وزارت وايي د دغه هېواد تفریحي ښارګوټي سوسي کې د سیند پر غاړه برید کې لږترلږه ۲۷ کسان، چې ډېری یې بهرنیان دي، وژل شوي.

چارواکي وايي یو وسله وال سړی په ډزو وژل شوی او په بل پسې څار روان دی.

ځايي رسنیو راپور ورکړی چې دوهم بریدګر نیول شوی خو دا خبر تاید شوی نه دی. د لومړي بریدګر د مړي انځور پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی.

سوسي په ټونس کې د سیلانۍ مشهوره سیمه ده.

ټونس د مارچ میاشت راهیسې چې د دغه هېواد د پلازمېنې په یوه میوزیم کې اورپکو ۲۲ کسان، چې زیاتره یې بهرني سیلانیان وو ووژل، د تیارسۍ په حالت کې دی.

چارواکي وايي برید کې شپږ کسان ټپیان شوي دي. دا برید داسې مهال کېږي چې همدا نن (جون ۲۶مه):

  • د فرانسې په یوه فابریکه کې له یوه سړي سر غوڅ شوی او ګڼ نور ټپیان دي.
  • کویت کې د شیعه ګانو پر جومات مرګونی برید شوی دی.

یوه بریتانوي سړي ګلین لیتلې چې دغه سیمې ته په رخصتیو تللی و بي بي سي ته وویل چې ده پر ګاونډي هوټل د برید غږ واورېد.

له خپلې خونې، هغه یو سړی له یوې تومانچې سره ولید خو پوه نه شو چې دا بریدګر و او که د امنیتي ځواکونو غړی.

یوه بل بریتانوي سیلاني سټیف جانسن بي بي سي ته وویل: "موږ د سمندر په غاړه پراته وو او...پیل کې مو فکر وکړ چې اورلوبې دي."

"خو حالت ژر څرګند شو...چې ډزې دي، خلکو چیغې او منډې وهلې".

چارواکي وايي دغه برید د ایمپیریل مرحبا هوټل تر څنګ د سیند پر غاړه شوی دی.

پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی یو انځور په ظاهره یو سړی ښيي چې شګو کې پر ځمکه پروت دی او سر یې په وینو دی.

د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې د روژې په میاشت کې خپل بریدونه زیات کړي خو د دغه برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.