د یونان پارلمان د مالي مرستو په اړه ټولپوښتنه تایید کړه

د انځور حقوق EPA
Image caption یو نان له نړیوالو مالي ادارو او د یورو زون له هېوادونو اووه میلیارده یورو بېړنیز پور ته اړ دی

د یونان پارلمان د لومړي وزیر الیکسس سیپراس له لوري دغه هېواد ته د پور ورکونکو وروستۍ مالي مرستې په اړه غوښتل شوې ټولپوښتنه تایید کړې ده.

د رایې کاروونې بهیر له پیلیدو مخکې د سهار (جون ۲۸) لومړیو کې ښاغلي تسیپراس له یونانیانو وغوښتل، چې د یوې اونۍ مودې کې یو زورور 'نه' وکړي.

یوه ورځ مخکې د یونان لومړي وزیر له ډیوالي کېدو نه د ژغورل کېدو لپاره د بهرنیو پانګوالو شرطونو منلو یا ردولو لپاره به خپل هېواد کې د جولای په پنځمه ټولپوښتنه تر سره کېدو غوښتنه کړې وه.

پرون ورځ د یونان لومړي وزیر الیکسس سیپراس اعلان وکړ، چې د اقتصادي ډیوالي کېدو مخنیوي لپاره د بهرنیو پانګوالو د شرطونو منلو په تړاو به ټولپوښتنه تر سره کړي.

لومړي وزیر ویلي و، چې دغه ټولپوښتنه به د جولای میاشتې په پنځمه تر سره شي.

یونان له نړیوالو مالي ادارو او د یورو زون له هېوادونو اووه میلیارده یورو بېړنیز پور ته اړ دی.

که چیرې د جون تر پایه دغه پور تر لاسه نه کړي یونان به له نیم میلیارد نه د ډېرو یورو پخوانی پور نړیوالو پور ورکونکو ته ور نه کړای شي.

د پورنو ادا کولو کې پاتې را تلل به د یونان د اقتصادي ډیوالي کېدو په معانا وي چې له دې کبله به دغه هېواد یورور زون نه هم بهر شي او کېدای شی، چې پایله کې کې له اروپايي ټولنې یې د وتلو لامل هم شي.

له ډیوالي کېدو نه د یونان ژغورلو لپاره او په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد د پاتې کېدو په موخه اروپايي ټولنې څو ځلې غونډې تر سره کړې.

په دغو خبرو او غونډو کې د یونان په شتمنو او کارو باري ادارو باندې د نویو ټکسونو او ځینو نورو معاملو لپاره د نوي وړاندېزونو په تړاو خبرې شوې.

د یونان ټول پور د دغه هېواد د کلني پیداوار شاوخوا دوه برابره ده او کارپوهان په دې بارو دي چې که د دغو ادا کولو لپاره که کوم ګام پورته نه شي نو له لنډې مودې وروسته به یونان ته د نویو پورونو په تر لاسه کولو کې ستونزې رامنځته شي.

د انځور حقوق AP
Image caption د یونان لومړي وزیر ایلکس تسیپراس اعلان کړی، چې د اقتصادي ډیوالي کېدو مخنیوي لپاره د بهرنیو پانګوالو د شرطونو منلو په تړاو به ټولپوښتنه تر سره کړي

ورته مطالب