''د 'نه' رايه له يورو حوزې د يونان د وتو په معنا ده''

د انځور حقوق EPA
Image caption د اروپا مرکزي بانک د يکشنبې ورځې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې يونان ته د بېړنيو مرستو ورکړه و نه غځوي

د اروپایی ټولنې مشرانو يونان ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکې يکشنبې ټولپوښتنه کې د نړیوالو پور ورکوونکو د وړانديزونو ردول له يورو حوزې د وتو په معنا ده.

د جرمني د ماليې وزير سيګمار ګابريل ويلي دا ټولپوښتنه د يورو حوزې لپاره د ''هو يا نه'' سره برابره ده.

د يونان لومړي وزير الکسېس سیپراس له خلکو غوښتي چې منفي رایه وکاروي، خو ټينګار يې دا دی چې په يورو زون کې پاتې شي.

د يونان او پور ورکوونکو هېوادونو ترمنځ تېره اوونۍ خبرې بې پايلې راوختې او دا د دې لامل وګرځېد چې د يونان بانکونه د يوې اوونۍ لپاره تړلي پاتي شي.

د دوشنبې په ورځ (۲۹، جون) په نړۍ کې د ونډو بيې راولوېدې چې لامل يې د يونان مالي کړکېچ و.

د بريتانيا د ماليې وزير ويلي چې له يورو زون نه د يونان وتل به ټکان ورکوونکی وي او بريتانيا يې هر اړخیزې ستونزې له پامه نه شي غورځولای.

د اروپا مرکزي بانک د يکشنبې ورځې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې يونان ته د بېړنيو مرستو ورکړه و نه غځوي.

د یونان د مالي کړکېچ له کبله به د دغه هېواد بانکونه او د ونډو بازار تر یوې اوونۍ نه پرانېستل کېږي.

د يونان لومړي وزير الکسېس سیپراس د اروپا د مرکزي بانک هغه پرېکړه د یونان د ډارولو هڅه وبلله، چې له مخې یې له دغه هېواد سره د بېړنیو مرستو له غځولو انکار وکړ.

ښاغلي سیپراس وروسته له هغه دغه څرګندونې وکړې، چې د اروپا مرکزي بانک د یکشنبې پر ورځ پریکړه وکړه، چې له یونان سره به بیړنۍ مرستې نه غځوي.

دغه پریکړه وروسته له هغه وشوه، چې د یور زون هېوادونو او یونان ترمنځ خبرو کې د یونان د پور د بیرته ورکړې د نېټې د بدلولو په اړه کومې پایلې ته و نه رسېدل.

ورته مطالب