د مصر سینا ټاپو وزمه کې پر امنیتي پوستو خونړي بریدونه شوي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption د مصر پوځ په وینا سیمه کې لا هم جګړه روانه ده

د مصر پوځ وايي سینا ټاپو کې یو لړ بریدونو کې ، چې داعش ډله وايي دوی کړي، لږ تر لږه لس پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ یوه ویاند په خبره د شیخ زوید ښارګوټي شاوخوا کې اویا ( ترهګرو ) پر پنځو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي. د نوموړي په خبره د برید پایله کې ۲۳ بریدګر وژل شوي او درې پک اپ ډوله ګاډي، چې وايي په الوتکو ضد وسلو سمبال و ویجاړ شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې وسله والو سره چې د شیخ زوید پولیسو مرکز یې محاصره کړی، سیمه کې نښتې لا هم روانې دي.

سینا کې د داعش ځايي ملګرو په یوه انلاین خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې دوی پر پنځلسو امنیتي پوستو برید کړی دی او درې ځانمرګي بریدونه یې کړي دي.

دوه کاله مخکې، چې مصر کې پوځیانو د اسلامپال ولسمشر محمد مرسي حکومت ړنګ کړ په سینا کې د جهادیانو له لوري د پیل شویو بریدونو لړ کې دغه برید له خونړیو هغو نه یو دی.

له هغه راهیسې نژدې ۶۰۰ پولیس او پوځیان وژل شوي دي.

د چهارشنبې ورځې برید پلازمېنه قاهره کې د مصر لوی څارنوال هاشم برکات له وژل کېدو دوې ورځې وروسته شوی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption له اکتوبر راهیسې سینا کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی

د پوځي ویاند برید جنرال محمد سمیر په وینا د چهارشنبې په ورځ بریدګرو په شمالي سینا ایالت کې پر امنیتي پوستو همهاله د هوانونو ډزې وکړې او موټر بم چاودنه یې وکړه.

نوموړي د تلفاتو شمېر لس کسه وباله، چې له مخکنیو رپوټونو سره متضاد شمېر دی.

امنیتي او پوځي چارواکو له دې مخکې ایسوشیټیډ پریس ته ویلي و، چې لږ تر لږه دېرش پوځیان وژل شوي، ۴۰ ټپیان دي او دا چې یو شمېر نور بیا بریدګرو له ځان سره بیولي دي.

د دوی په وینا دوې امنیتې پوستې په بشپړه توګه له منځه تللې دي، چې وايي یوه یې د موټربم په وسیله الوځول شوې او بله یې د هاوانونو په ډزو وېشتله شوې ده.

د جنرل سمیر په خبره سیمې کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته لا هم روانه ده.

چارواکو اي پي خبري اژانس ته ویلي، چې په شیخ زوید پولیس مرکز کې لسګونه پولیس موجود دي، چې وايي برید ګر پرې د هاوانو او راکټونو ګوزارونه کوي.

شمالي سینا کې له تېر اکتوبر راهیسې چې الارش سیمه کې پر یوې پوستي برید کې لسګونه سرتېري ووژل شول بېړنیز حالت اعلان شوی او په ګرځيدو راګرځیدو بندیز لګېدلی دی.