یونان نړیوال وجهي صندوق ته خپل پور ورکولو کې پاتې راغلی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د یونان لومړی وزیر وايي که رایې ورکونکو یې پلان رد کړ، استعفا به وکړي.

يونان د پرمختللي اقتصاد لومړنى هېواد گرځېدلى چې نړيوال وجهي صندوق يا اي ايم ايف ته د خپل پور په ورکولو کې پاتې راغلى دى.

يونان په دې نه دى توانېدلى چې يو اعشاريه شپږ ميليارده يورو اي ايم ايف ته ورکړي، دغه راز د مالي کړکېچ په تړاو ورسره شوې نړېواله لوظنامه هم پاى ته رسېدلې ده.

د دې معنى داده چې يونان د ملياردو ډالرو د پور لاندې راغلى دى چې له دې امله به دغه هېواد نور پور ترلاسه کولو په برخه کې ستونزو سره مخامخ کېږي، خو د کړکېچ د هواري لپاره به خبرې هم دوام کوي.

د يونان د اقتصاد وزير ګيرګاوس تاکېس وايي سره له دې چې نړيوالو پورو ورکوونکو د مرستې د پروگرام د نېټې غزولو لپاره د دوى غوښتنه رد کړې، دوى به خبرو ته دوام ورکوي:

" وړانديز بايد وشي، په ټپه ولاړ حالت رامنځته شوى او موږ غواړو چې دا حالت بدل او خپل درېځ ښه روښانه کړو. تېره اوونۍ زموږ له هڅو سره سره هوکړه ونه شوه، د حکومت د نيت په تړاو بايد روڼ پيغام ورکړل شي چې د يونان ستونزې ته حل لاره ومومو."

بي بي سي سره مرکې کې دغې پوښتنې ته چې دا خبرې به کله پيليږي، د يونان د اقتصاد وزير وويل:

"ايرو ګروپ يا اروپايي ډله به سبا خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړي، خو تر ډېره داسې معلومیږي چې يوشمېر اروپايي سياسي مشرانو څرګنده کړې ښايي راتلونکې دوشنبه به د خبرو اترو مېز ته بېرته ستانه شي.

نړيوال وجهي صندوق هم وايي دوى به د پور د ورکولو په تړاو د نېټې په غزولو غور کوي.