فرانسې د جوليان اسانج د پنا غوښتنه رد کړې

د انځور حقوق PA

فرانسې د ويکيليکس بنسټ ايښودونکي جوليان اسانج ته د پنا ورکولو غوښتليک رد کړی دی.

په سويډن کې څارنوالان غواړي د جنسي تېري ادعاوو سره په تړاوله ښاغلي اسانج پوښتنې ګروېږنې وکړي.

ښاغلی اسانج د تېري دا ادعاوې ردوي، او له ۲۰۱۲ کال راهيسې په لندن کې د اېکوادو سفارت کې اوسېږي.

د جمعې ورځې لومړيو کې د فرانسې لومونډ ورځپاڼې يو پرانيستی ليک خپور کړی و، چې ښاغلي اسانج ولسمشر فرانسوا اولاند ته ليکلی او د پنا غوښتنه يې په کې کړې وه.

په دې ليک کې يې ليکلي "ماته په هرکلي به فرانسه يوه داسې انساني او سبموليکه اشاره واستوي، چې هر خبريال او راز سپړونکی به هڅوي."

ده دا هم ويلي چې ژوند يې په خطر کې دی.

د فرانسې ولسمشر ښاغلي اولاند له دفتره يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، پر دې غوښتنه يې غور کړی، او پرېکړه يې کړې چې ښاغلي اسانج ته پنا ورنه کړي.

اعلاميې ويلي "د ښاغلي اسانج حالت سملاسي خطر کې نه دی، او پر دې سربېره دی د نيولو اروپايي امر سره تړلی دی."

د دغه ليک له خپراوي وروسته ويکيليکس پر خپل ټويټر ويلي ښاغلي اسانج "فرانسې ته د پنا غوښتنليک نه دی سپارلی. ده په لومونډ کې اولاند او خلک ته يو پرانيستی ليک خپور کړی دی."

جوليان اسانج يو اسټراليايی خبريال او فعال دی. که څه هم په رسمي ډول نه دی تورن شوی، خو څارنوالان غواړي د هغو دوو ښځو د جنسي تېري او ناسم چلن ادعاوو پر سر ترې پوښتنې وکړي، چې په ۲۰۱۰ کال کې يې سويډن ته د سفر پر مهال ورسره کتلي وو.

دی وايي دا ادعاوې د يوې توطيې برخه ده، چې له مخې يې دی د ۲۰۱۰ کال لومړيو کې د ويکيليکس له لوري د امريکا پټو سندونو خپرولو له امله دغه هېواد ته وسپارل شي.

خو د کمپيوټر دغه پخوانی هکر په امريکا کې په هېڅ جرم نه دی تورن شوی، او نه يې هم امريکايانو يې هم له بريتانيا د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

اېکوادور په ۲۰۱۲ کال کې ورته لږ څه وروسته له هغه د پنا ورکړې وړانديز وکړ، چې په لندن کې يې د دغه هېواد سفارت ته پنا وروړه.