سعودي شهزاده خپل ۳۲ ميليارډ ډالره خيريه چارو ته ورکوي

د انځور حقوق AFP
Image caption شهزاده الوليد د امريکايۍ فوربز مجلې د نړۍ تر ټولو بډايو خلکو پر نوملړ پر ۳۴ مه شمېره دی

د سعودي ميلياردر شهزاده الوليد بن طلال، چې د نړۍ يو له تر ټولو ډېرو شتمنو دی، وايي ټوله ۳۲ ميليارډه شتمني به خيريه چارو ته ورکوي.

د پاچا سلمان دغه ۶۰ کلن وراره، د نړۍ يو تر ټولو شتمنو کسانو دی.

ده ويلي له ګېټس فونډېشن نه ډېر اغېزمن شوی، چې بېل او مېلېنډا ګېټس يې په ۱۹۹۷ کال کې بنسټ ايښی دی.

شهزاده وليد ويلي دغه پيسې به د نورو چارو ترڅنګ "د کلتوري پوهاوي زياتولو"، "د ښځو ځواکمنۍ" او هم "د ناوريني پېښو پر مهال د فعالې مرستې وړاندې کولو" برخو کې کارول کېږي.

ښاغلي ګېټس د دې پرېکړې ستاينه کړې، او دا يې "موږ ټولو ته چې د نړۍ لروبر خيريه چارو کې کارو کوو، الهام" ورکوونکی کار بللی دی.

شهزاده الوليد د شتمنيو ارزولو امريکايۍ فوربز مجلې د نړۍ تر ټولو بډايو خلکو پر نوملړ پر ۳۴ مه شمېره دی.

دغه پيسې به د شهزاده خيريه سازمان، د الوليد خيريه چارو، ته ورځي، چې له وړاندې يې ۳،۵ ميليارډ ډالره بسپنه ورکړې ده.

'د عقيدې بنسټيزه برخه'

دغه شهزاده چې کومه حکومتی دنده نه لري، د "المملكه القابضة" پانګوالۍ شرکت مشر دی.

دغه شرکت د فور سيزنز، فېرمونټ انډ رافلز هوټلونو، او دغه راز نيوز کارپ، سيټي ګروپ، ټويټر او اپل شرکتونو کې هم ونډې لري.

دغه شهزاده به خپله شخصي شتمني په بسپنه ورکوي. ده په يوه اعلان کې ويلي "دا په المملکة القابضة کې زما له ملکيت ډېره بېله خبره ده".

ده په اعلاميه کې زياته کړې "خيريه چارې يو شخصي مسئوليت دی، چې ما څه د پاسه درې لسيزې مخکې پر غاړه اخيستی، او دا زما د اسلامي عقيدې بنسټيزه برخه ده".

ده ويلي هيله لري، دغه ورکړه به يې "د کلتوري پوهاوي د پياړتيا پلونو جوړولو، د ټولنو پرمختياوو، د ښځو ځواکمنولو، د ځوانانو توان زياتولو، ناوريني پېښو پر مهال د فعالې مرستې وړاندې کولو او د لا زغمونکې او منونکې نړۍ جوړولو کې مرسته وکړي".

د شهزاده الوليد اعلان د روژې مبارکې مياشتې پر مهال راځي، چې مسلمانان په کې په خيرات او د صدقې ورکړې او هم له اړمنو خلکو سره په مرستې او لاسنيوي هڅول کېږي.

ده ويلي د بسپنې دا ورکړه به د څو کلونو اوږدو کې کېږي، او د ده په مشرۍ به يې د يو پلاوي له لوري څارنه کېږي.