سوريې او حزب الله د زبداني ښار نيولو لپاره عمليات پيل کړي

د انځور حقوق
Image caption د حزب الله ډلې تلويزيون المنار په سيمه کې د بريدونو او چاودنو تصويرونه ښودلې دي

د سوريې دولتي تلويزيون په وينا حکومتي ځواکونو له حزب الله ډلې سره يو ځای د ياغيانو پر وړاندې د زبداني ښار د نيولو لپاره عمليات ترسره کوي.

زبداني ښار د پلازمېنې دمشق په شمال لويديځ کې پروت دی چې تر اوسه د سني ياغي ډلې تر ولکې لاندې دی.

د حزب الله ډلې تلويزيون المنار په سيمه کې د بريدونو او چاودنو تصويرونه ښودلي دي.

راپورونه ښيي د جګړې د پيل له وېرې ولسي وګړي له سيمې وتلي دي.

د ياغي ډلې په سلګونو جنګيالي چې غرونو ته تښتېدلي وو بېرته د جنګ ليکو ته راغلي دي. دغه جنګيالي د شيعه ډلې حزب الله له خوا په شا شوي وو.

د المنار تلويزيون په وينا د زبداني ښار په اړه د سولې خبرې ناکامې شوې دي.

دغه ښار له هغه سړک سره نژدې پروت دی چې دمشق له بېروت سره نښولي، له دې پلوه دا سيمه دواړو غاړو ته ډېر اهميت لري.

د سوريې دولتي تلوېزيون په وينا حکومتي ځواکونو په ډېرو سيمو کې پرمختګ ګړی او ياغيانو ته يې زيان اړولی دی.

د انځور حقوق
Image caption د سوريې امنيتي ځواکونو وايي د ياغيانو پر وړاندې يې هوايي بريدونه کړي چې ۱۰۰ ياغيان په کې وژل شوي دي

د سوريې امنيتي ځواکونه وايي د ياغيانو پر وړاندې يې هوايي بريدونه کړي چې ۱۰۰ ياغيان په کې وژل شوي دي.

ياغيانو له ډېرو سيمو دولتي ځواکونه په شا کړي او نژدې ټول ادلب يې نيولی دی.

د بشار الاصد پر وړاندې پاڅون په ۲۰۱۱ کال کې د مارچ په مياشت کې پيل شو، له هغه راهيسې په دې تاوتريخوالي کې له ۲۳۰۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

ويل کېږي سوريه کې د روان کړکېچ له کبله شاوخوا ۱۱.۵ ميليون کسان بېځايه شوي دي.