د تونس ولسمشر په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ

د انځور حقوق epa
Image caption بېړني حالت اعلانونول پوليسو او امنتي ځواکونو ته نور واک ورکوي

د تونس ولسمشر محمد الباجي قايد السبسي د دې هېواد پر يوه ساحل له بريد يوه اوونۍ وروسته بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د سوسه سيمې پر يوه ساحل د جمعې پر ورځ (جون ۲۶) بريد کې د يوه وسله وال کس له خوا ۳۸ کسان ووژل شول چې زياتره يې بهرني سيلانيان وو.

راپورونه ښيي په دغه بريد ۳۰ تنه وژل شوي کسان برتانويان وو.

د دغې بريد پړه "اسلامي دولت ډلې" پر غاړه اخيستې ده.

د بېړني حالت اعلانونول د تونس پوليسو او امنتي ځواکونو ته نور واک ورکوي او د پارلمان په اختيار کې کموالی راولي.

تېر ځل په ۲۰۱۲ کال د ولسي پاڅون پر مهال تونس کې بېړنۍ حالت اعلان شوی و.

راپورونه ښيي بريد کوونکی يو زده کوونکی و چې له داعش ډلې سره يې اړيکې لرل او خپله بريد کوونکی هم په دې پېښه کې و وژل شو.

دری مياشتې وړاندې د تونس په پلازمېنه کې پر باردو موزيم بريد کې شاوخوا ۲۳ کسان ووژل شول چې دوی کې هم ډېری يې بهرني سيلانيان وو.