يونان کې ميليونونه کسان ټولپوښتنه کې رايې ورکوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د يونان مالي کړکېچ وروسته له هغه زيات شو چې يونان و نه شو کړای د پيسو د نړيوال صندوق (آی ايم ايف) ته ۱،۶ ميليارد ډالر په خپل وخت ورکړي

په يونان کې ميليونونه کسان په هغې ټولپوښتنې کې رايې ورکوي چې ايا د مالي مرستو ترلاسه کولو لپاره نړيوال شرايط ومني که څنګه.

د رايې ورکولو مرکزونه په ځايي وخت د سهار په اوو بجو پرانستل شوي او تمه ده لومړنی پايلې يې د يکشنبې په ماښام څرګندې شي.

حکومت له خلکو په ټينګه غوښتي چې د ''نه'' رايه وکاروي، خو د حکومت سياسي مخالفين خبرداری ورکوي، چې دا به يونان له يوروزون نه وباسي.

د ترسره شويو نظر پوښتنو له مخې يونانيان د دې موضوع په اړه وېشلي نظرونه لري.

تمه دا ده چې په رايه اچونه کې د خلکو د ګډون کچه لوړه وي.

د يونان مالي کړکېچ وروسته له هغه زيات شو چې يونان و نه شو کړای د پيسو د نړيوال صندوق (آی ايم ايف) ته ۱،۶ ميليارد ډالر په خپل وخت ورکړي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د دواړو غاړو ترمنځ يوې هوکړې ته د رسېدو لپاره سختې خبرې روانې، خو لا دغه خبرې نه دي بريالۍ شوي.

سره له دې چې يونان ځينې ګامونه پورته کړي، خو نړيوال پور ورکوونکي له يونان غواړي چې د پيسو د سپما لپاره نور کوټلي ګامونه پورته کړي.

د دغو شرايطو د منلو يا نه منلو لپاره يونان ټولپوښتنه رابللې او دا ټولپوښتنه به پرېکړه وکړي چې د نړیوالو شرايط ومني که څنګه.

تر دې وړاندې د يونان حکومت د يوې اوونۍ لپاره د خپلو بانکونو دروازې وتړلې او د پيسو له برېښنايي ماشينونو يې د پيسو وېستلو کچه په ورځ کې ۶۰ يورو وټاکله.

ورته مطالب